د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د پاکستان وزیر اعظم نیم منټ لپاره مجرم وباله


د سپریم کورټ ودانۍ ته د راتګ پر مهال د ګیلاني انځور
د سپریم کورټ ودانۍ ته د راتګ پر مهال د ګیلاني انځور


اسلام اباد/ پراګ - د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د عدالت د سپکاوي په تور، مجرم ګرځول شوی دی.

د پاکستان په سپریم کورټ کې د مقدمې د اورېدنې پر مهال ګیلاني مجرم خو وګرځول شو، خو هغه سزا ورته نه ده اورول شوې چې په اړه یې پخوا خبرې کېدې.

د سپریم کورټ اووه کسیزه قضاییه جرګګۍ یا بینچ د معاملې د اورېدنې پر مهال په خپله فیصله کې وویل، ګیلاني به تر هغو مجرم وي چې عدالت نه وي برخاست شوی.

تر دې فیصلې ۳۰ ثانیې (نیم منټ) وروسته عدالت برخاست شو.

پر ګیلاني تور وو چې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد یې د سوېټزرلینډ چارواکو ته لیک نه وو استولی.

د دې لیک موخه د هغو مقدمو بیا خلاصول ول چې په کې پر زرداري تور دی چې د درغلۍ پیسې یې په سوېټزرلینډ کې ساتلې دي.

ګیلاني په دې ځواب کې ویلي ول چې ولسمشر استثنا لري.

همدا راز، د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف په وخت کې د قامي پخلاینې یو قانون راغلی وو چې په کې هغه ټول کسان بښل شوي ول چې درغلي یې کړې وه.

بیا په ۲۰۰۹ز کال کې سپریم کورټ دا قانون رد کړی وو او په دې توګه د زرداري په ګډون ټولو سیاسي مشرانو ته ورکړل شوې بښنه هم بې اثره شوې وه یانې د دوی پر ضد باید بیا د درغلۍ مقدمې خلاصې کړل شوې وای.

خو د پاکستان حکومت د عدالت دا امر و نه مانه چې د ګیلاني پر ضد دې مقدمې پیل کړي.

د پاکستان حکومت دا دریځ خپل کړ چې د ایین تر مخې ولسمشر هیڅ کس مقدمې ته نشي کش کولای.

د پاکستان دې لوړ عدالت بیا وویل، ګیلاني د عدالت حکم نه دی منلی نو د عدالت سپکاوی یې کړی دی.

د وزیر اعظم له پاره د عدالت د سپکاوي سزا شپږ میاشتې قید دی او په دې توګه وزیر اعظم له خپلې څوکۍ هم بې برخې کېږي.

خو د اپرېل د ۲۶مې په دې اورېدنه کې وزیر اعظم ته یواځې علامتي سزا ورکړل شوه.
XS
SM
MD
LG