د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلې شته خو په حل یي هم خبرې کوو:داودزی


احمدالله:مشال راډیو

اسلام اباد: د پاکستان لپاره افغان سفیر عمر داودزی وایي، په روانه اونۍ کې په اسلام اباد کې کیدونکې درې اړخیزه خبرو کې به اسلام اباد، کابل او واشنګټن پر دې خبرې کوي، څه رنګ د افغانستان د سولې عمل پرمخ بوتلل شي. او د حل په لارو به یي درې واړه هیوادونه بحث کوي.

عمر داودزي مشال راډیو سره په خبرو کې دا هم وویل، کابل او اسلام اباد به د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر استاذ برهان الدین رباني د وژنې د پلټنو په اړه هم مالومات شریکوي.


تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د پاکستان، افغانستان او امريکا تر منځ به د ځانګړې کمېټۍ شپږمه غونډه د رواني مياشتي پر ۲۶مه او ۲۷مه نېټه په اسلام آباد کي کيږي. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په يو خپر پاڼه کي ويل شوي چې په غونډه کي به د افغانستان تر مشرۍ لاندي د دې هيواد د سولي او بيا پخلايني د بهير، اقتصادي پرمختګ، د نشيي توکو کنټرول، د افغان کډوالو بياستنېدل او د سيمه ايز امنيت تر څنګ د يو بل د دلچسپۍ پر يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې کيږي.

د پاکستان لخوا به د پلاوي مشري د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جليل عباس جيلاني کوي. د امريکا لخوا به د پلاوي مشري د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی مارک ګراسمېن کوي او د افغانستان د پلاوي مشري به د دغه هيواد بهرنيو چارو مرستيال وزير جاويد لودين کوي.
XS
SM
MD
LG