د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې یو شمیر صدارتي امیدواران نااهله ګرزول شوي


په مصر کی د صدارتي انتخاباتو نګران ادارې پخواني وزیر اعظم احمد شفیق د صدارتی امیدوارۍ لپاره نا اهل ګرځولی دې.
دا فیصله د هغې وروستو راغلې ده چی واکمن پوځی شورا د پخواني صدر حسنې مبارک سره کارکونکي لوړ پوړي چارواکي دې انتخاباتو کی د امیدوار جوړیدولو نه د منعي کولو قانون منظور کړی دې.
د حسنې مبارک د درې لسیزې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې چی پکی دنوموړی خلاف پاڅون وشو ،احمد شفیق دغه موده کی وزیر اعظم ټاکل شوی وو.

له عمر سلیمان چی د حسنې مبارک د واکمنۍ پر وخت د استخباراتو د ادارې مسوول و او د لږې مودې لپاره د مرستیال ولسمشر هم پاتې شوی و، هم په تکنیکی بنیادونو نا اهله ګرځولی شوی وو .
همداراز یو شمیر نور کسان هم د امیدواری دحقه محروم شوې دي.
د اخوان المسلمین او سلفي غورځنګ یو بل امیدوار هم د پوځی عدالت د فیصلی لوجې دې انتخاباتو کی د برخه اخیستو نه منعې کړل شوی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG