د لاسرسي ځای

تازه خبر

کيدای شي يو طالب مشر، خیرالله له ګوانتامو خوشي شي


سرچینه:رويټرز خبري اژانس
ژباړه: بشیر ګواښ

پراګ - رويټرز خبري اژانس د ځينو امريکايي سرچينو له خولې ليکلي چې کيدای شي امريکا د طالبانو سره د خبرو د برياليتوب لپاره په ګوانتنامو زندان کې بندي له ځينو مهمو بنديانو څخه يو بندي خوشي کړي.


رويټرز خبري اژانس ليکي چې د امريکا حکومت د طالبانو سره د خبرو د بيا پيلولو لپاره کيدای شي له ګوانتنامو جيل څخه ځينې طالب بنديان خوشي کړي. د يادونې وړ ده چې پخوا هم په رسنيوو کې ورته رپورټونه راغلي وو ، خو وروسته د امريکايي ولسمشر باراک اوباما سياسي مخالفينو د تنقيد او د طالبانو له خوا پرامريکا د خپلو وعدو د نه پوره کولو د تورونو له وجې خبره بيرته غلي شوه.

رويټرز خبري اژانس ليکلي پخوا پلان داسې وو چې امريکا به په ګوانتنامو کې بندي د طالبانو پنځه لوړپوړي مشران پريږدي چې قطر کې د خپلو ملګرو سره يو ځای او د سياسي روغې جوړې په خبرو کې برخه واخلي خو اوس د اژانس په وينا يو امريکايي چارواکي ورته ويلي چې که څه هم په دې اړه آخري پريکړه نه ده شوي خو کيدای شي له دغو پنځوو څخه يو، ملا خيرالله خيرخوا، له ګوانتنامو خوشي کړل شي.

په رپورټ کې راغلي چې خيرخوا د طالبانو په وخت کې د والي په توګه دنده پرمخ وړله او د امريکايي پوځيانو په وينا که څه هم نوموړی د القاعده د وژل شوي مشر، اسامه بن لادن نيزدې ملګری ګڼل کيږي خو هغه له نظامي سړي څخه تر ډيره د طالبانو په وخت کې يو ملکي چارواکی وو.

رويټرز خبري اژانس ليکي چې خيرالله خيرخوا په ۲۰۰۲ کال کې په پاکستان کې په داسې مهال نيول شوی وو چې غوښتل يې ځان وسپاري او د افغان حکومت برخه جوړ شي. په رپورټ کې زياته شوي چې افغان ولسمشر حامد کرزي له همدغه کال راهیسې له امريکايانو څخه غواړي چې نوموړی له ګوانتنامو څخه ورخوشي کړي. د طالبانو سره د روغې جوړې لپاره جوړې شوي، د افغانستان د سولې شورا هم د ملا خيرالله خيرخوا د خلاصولو لپاره له شروع څخه هلې ځلې کړي.

امريکايي چارواکو ويلي چې غواړي راتلونکې مئ مياشت کې په شیکاګو کې د افغانستان په اړه د نړيوالې غونډې له کيدلو وړاندې د طالبانو سره د خبرو په اړه پرمختګ وشي خو د اژانس په وينا چاوراکي وايي چې طالبان هم بايد له خپله اړخه يو څه نرمي وښئ. افغان حکومت او امريکايي چارواکو څو څو ځل ويلي چې سياسي بهير کې د ورګډيدو لپاره بايد طالبان له جګړې لاس واخلي او د افغانستان حکومت او ايين ومني.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې که د ملا خیرالله خيرخوا د خوشي کولو پريکړه عملي کيږي نو امريکايي ولسمشر باراک اوباما مجبوره دی چې کانګرس ديرش ورځې مخکې خبر کړي. پخوا د کانګرس ځينو غړو له ګوانتنامو څخه د لوړ پوړو طالب بنديانو په خوشي کولو خفګان ښودلی او تنقيد کړی وو.
XS
SM
MD
LG