د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټادې یا ځان له صوبه شي، او یا د خیبر پښتونخوا برخه


سراج ظهیر:مشال راډیو

اسلام اباد - د فاټا نه د قامي اسمبلۍ غړې جواد حسین وایي د حکومت سره یي پر دې خبري رواني دي، چې یا خو قبایلي سیمو ته د یوې صوبې حیثیت ورکړل شي، او یا دې هم ورته د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې نمایندګي ورکړل شي.

ر پوټونه وایي د پاکستان مرکزي او د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومتونه پر دې صلاح شوي، که چیري قبایلي سیمو ته د یوې بیلې صوبې حیثیت ور نکړل شو، نو د پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې به ورته نمایندګي ورکول کیږي. جواد حسین مشال ریډیو ته دا هم وویل، د تیرې څه مودې راهیسې د نورو صوبو د جوړولو خبرې روانې دي، او دوی هم غواړي، چې باید اوس دې د قبایلو په اړه هم څه فیصله وکړل شي، او زیاتوي حکومت دې اوس د فاټا د اتیاو لکو اوسیدونکو بنیادي مسلو ته هم پام وکړي.

مشال ریډیو سره په خبرو کې جواد حسین وایي(( د دوی د عوامي نیشنل ګوند د غړیو سره خبرې شوې دي، اول موږ غواړو چې بیله صوبه راکړل شي، او که چیرې دغه ګرانه وي، نو باید بیا دې راته د پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې نمایندګي راکړل شي، او پر دې به په راروان وخت کې هم خبرې کوو))

د مشال ریډیو سره په خبرو کې جواد حسین دا وویل، په دې لړ کې د وفاق له اړخه هیڅ مسله نه لري، او اول به غواړي د قباییلي مشرانو سره خبرې وکړي، او له هغې وروستو په دې لړ کې د قبایلو غوښتنې حکومت ته وړاندې کړي، چې حل یي راویستل شي. جواد حسین دا هم وایي د مرکز له اړخه ورته په دې لړ کې مثبت اشاره ورکړل شوې ده.

اخوا د عوامي نیشنل ګوند د قامي اسمبلۍ غړې بشراګوهر بیا وایي، د دوی د ګوند مشر اسفندیار ولي خان د فاټا د سینټ او قامي اسمبلۍ د غړیو سره لیده کاته کړي دي، او په دې اړه یي خبري کړي، چې څه رنګ دغه مسله هواره شي. بشرا ګوهر وایي((موږ دا هم غواړو د فاټا په اړه څه قسم فیصله دې د قبایلو په خوښه وشي))

جواد حسین دا هم وایي د فاټا نه تر پنځه دیرشو پورې غړیو ته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې نماییندګي تر لاسه کیدای شي، چې دوی یي هرکلی کوي.
XS
SM
MD
LG