د لاسرسي ځای

په نړۍ کې هره ورځ ۳۵۰۰ کسان په ټرافيکي پيښو کې مري


په یوکراین کې د ټرفیک پولیسو یو عسکر د موټرونو د قطار په سمولو بوخت دی

په یوکراین کې د ټرفیک پولیسو یو عسکر د موټرونو د قطار په سمولو بوخت دی


احمد شاه اعظمي ، مشال راډیو

پراګ: په پاکستان کي د سورليو د الوتکي بوجا اېر د راغورځېدو تر پيښي وروسته که يوې خوا ته د دغه هيواد د ښاري هوا بازۍ ادارې ته لارښوونه شوې چې د ټولو شخصي الوتکو څارنه وکړي نو بلي خوا ته بيا د دغه هيواد په زياتره برخو کي د ټرافيک پر قوانينو عمل نه کيږي چې له کبله يې يو شمېر کسان په ټرافيکي پيښو کي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

که څه هم الوتکې د سفر کولو تر ټولو خوندي وسيله ګڼل کيږي خو بيا هم هر کال په نړۍ کي د الوتکو رالوېدو له امله د ۱۰۰۰ خوا وشا کسان مړه کيږي. له ۱۹۰۸م کال راهيسي تر اوسه په نړۍ کي د الوتکو رالوېدو ۵۴۹۴ پيښې شوي دي چې تر ټولو لويه پېښه په امريکا کي د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱مي نېټې پېښه ده چې په ترڅ کي يې ۲۷۵۲ کسان ووژل شول. په پاکستان کي تر دې دمه د الوتکو رالوېدو ۳۶ پيښې رامنځ ته شوي دي چې په ترڅ کي يې څه باندي ۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

بلي خوا ته د ملګرو ملتونو د روغتيا د نړيوالي ادارې له راپور سره سم په نړۍ کي هره ورځ ۳۵۰۰ کسان په ټرافيکي پيښو کي خپل ژوند له لاسه ورکوي چې په يوه کال کي دا شمېره ۱۳ لکه ته رسيږي. همدې ته په کتو سره د ملګرو ملتونو د روغتيا د نړيوالي ادارې لخوا د ۲۰۱۱م کال څخه بيا تر ۲۰۲۰م کال پوري دغه لسيزه د سړک د خوندي کولو د عملي لسيزي په نامه ونومول شول چي دا ډول د نړۍ په بېلا بيلو هيوادونو کي د سړکونو د خوندي کولو او پر ټرافيکي قوانينو عملي کار وشي.

د پاکستان په کراچي ښار کي د روغتيا د نړيوالې ادارې لخوا د ټرافيک د حفاظتي چارو همغاړي کونکی پرفېسر رشيد جمعه وايي چې د ټرافيک پوليسو د ريکاډ تر مخه په پاکستان کي هر کال ۱۵۰۰۰ ټرافيکي پيښې کيږي چې په ترڅ کي يې ۵۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا چي د دوی اداره د ټرافيکي پيښو په مخنيوي کي تر کومه حده بريالۍ شوی او کار يې څومره اغېز کړی، پروفېسر رشيد جمعه وايي.

)له ټرېفک پوليس سره زموږ رابطه ضرور ده او په دې لړ کې موږ څو غونډې او ټرېننګ پروګرامونه هم کړي دي. خو د دوی خپلي مجبورياني دي. د بيلګي په ډول دوی هغه موټر سايکل چلونکي چې هلمټ يې پر سر نه وي په صحيح توګه هلمټ اغوستو ته نشي راضي کولای. خو زموږ همکاري له دوی سره دوام لري او هيله ده چې دا کار پر مخ ښه شي(

د ملګرو ملتونو د روغتيا د نړيوالي ادارې له راپور سره سم په بېلټ تړلو يا هلمټ اغوستلو سره په ټرافيکي پيښو کي د مرګ خطر ۴۰ فيصده او د زخمي کېدو خطر ۷۰ فيصده کميږي.

داچي د پاکستان په زياتره برخو کي موټر چلوونکي يا موټر سايکل چلوونکي ولي بېلټ نه تړي يا هلمټ نه اغوندي، د کوټي ښار يو موټروان الله نظر وايي چې دلته نه خو د ټرافيک چارواکي ږغ کوي او نه هم د بېلټ رواج شته.

)دلته په کوټه ښار کي بېلټ نه تړل کيږي او وجه يې دا ده چي دا شی دلته رواج نه دی. بېلټ خو په موټرانو کي وي خو خلګ يې نه تړي(

د ږوب يو کاروباري کس سردار خان په خپل موټر کي له ټرافيکي پيښې سره مخ شوی دی. کله چې مي له نوموړي څخه د بېلټ د ارزښت په اړه پوښتنه وکړل نو خپله ټرافيکي پېښه يې راته بيان کړه.

)ما خپل موټر چلاوه او بېلټ مي تړلی و ولي چې زه ډرايور وم. زما سره بل ملګری پر څنګ ناست او دوه په دوه روان وو. د بارانه موسم و. موټر اېکسيډنټ سو او پر منځ باندي بېخي دوې ټوټې سو. زه د الله په فضل سره د بېلټ په وجه محفوظه وم خو په بله خوا کي چې زما ملګری و هغه بېلټ نه و تړلی هغه سخت زخمي او څو ورځې په هسپتال داخل و (

دا چي د ټرافيک پر قوانينو عام ولس ولي عمل نه کوي او قانون دوی ته کومه سزاه ورکوي، دا پوښتنه مي د پېښور له ډي اېس پي ټرېفک افتخار خان څخه وکړه، نوموړی په ځواب کي وايي.

)يو خو زموږ په اکثره کسانو کي د تعليم کمی دی. ګنې نور خو دلته قانون شته او عملداري يې شته. تاسو هره مياشت د ټرېفک پوليس لخوا جرمانې ګوری. هر څه شته خو بس د علم لږ کمی دی(

د روغتيا د نړيوالي ادارې چارواکي وايي چې که چيري د موټر يا موټر سايکل او بايسکل چلولو پر وخت د ټرافيکي اصولونو خيال وساتل شي نو نړۍ به هر کال د دې لارې د ۱۳ لکه کسانو له مرګ سره نه مخامخ کيږي.
XS
SM
MD
LG