د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت ډانا رورا بیکر کابل ته پرېنښود


د امریکا د کانګرس غړی ډانا رورا بیکر
د امریکا د کانګرس غړی ډانا رورا بیکر
ژباړه : مجید بابر ، مشال راډیو
سرچینه : د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه



پراګ : د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګه په یوه مقاله کې د امريکا د کانګرس د غړي ډانا رورا بیکر د دفتر د چارواکو له حوالې ليکي چې افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د کانګرس پر یاد شوي غړي کابل ته د سفر کولو په لړ کې پر هغه فشار اچولی دی او ورته ويلي یې دي چې که دی کابل ته ورغلو نو هرکلی به نه ورته ویل کیږی.

د ډانا رورا بیکر د دفتر لخوا خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې نوموړی په هغه امريکايي پلاوي کې تر ټولو وروسته شامل شوی وو کوم چې د تیرې یکشنبې په ورځ د شمالي اتحاد له ازبک جنګ سالار رشید دوستم او د افغان اپوزيشن له نورو غړو سره ملاقات کړی وو.

مقاله زیاتوي چې ډانا رورا بیکر له ۲۳ کالو د کانګرس غړی دی او پر افغان ولسمشر حامد کرزي ډېر لوی نیوکه کوونکی دی.

د ډانا رورا بیکر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي ، ولسمشر حامد کرزي ګواښ کړی وو چې که کابل ته په تلونکي دې امريکايي پلاوي کې ډانا رورا بیکر شامل کړل شوو نو د دې پلاوي وړونکې پوځي الوتکې ته به اجازه ورنه کړل شي چې افغانستان ته ننوځي.

دا پوځي الوتکه له دوبۍ کابل ته روانه وه او اوس دا پلاوی کابل ته لاړی خو ډانا رورا بیکر په دوبۍ کې پاتې شو.

مقاله زياتوي چې تر دې وړاندې رپورټونه وو چې افغانستان ډانا رورا بیکر ته د ويزې له ورکولو انکار کړی وو.

په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت وياند جانان موسازي له مشال راډيو سره په یوه مرکه کې د ډانا رورا بیکر په اړه له څه ويلو ډډه وکړه خو ویه ویل چې دا د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت واک دی چې کوم بهرني ته وېزه ورکړي او یا له ویزې ورکولو انکار وکړي.

ښاغلی بيکر چې د امريکايي کانګرس د بهرنیو چارو د پلټنو د یوې کميتۍ مشر دی ، تر دې وړاندې په افغا ن حکومت کې په مبينه توګه د اداري فساد په اړه د پلټنو غوښتنه کړې وه.

مقاله ليکي چې ډانا رورا بیکر ته افغان حکومت ځکه هم غصه دی چې د روان کال د جنورۍ په مياشت کې هغه يو وړوکی امريکايي پلاوی د جرمني د برلن ښار ته د افغان اپوزیشن له غړو سره د لیدوکتو لپاره بيولی وو.

په برلن کې د افغانستان د اپوزیشن له غړو سره تر ليدو وروسته ډانا رورا بیکر د ولسمشر کرزي د حکومت لخوا له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو اترو پر بهیر سختې نیوکې کړې وې او دې خبرو اترو ته یې د طالبانو پر ضد د امريکايي پوځیانو او د شمالي اتحاد د جنګيالیو له توي شوو وينو سره غداري ويلې وه.
XS
SM
MD
LG