د لاسرسي ځای

تازه خبر

ً امریکا د داسې نظام ملاتړ کوي چې افغانان یې غواړي ً


په افغانستان کې د امريکا سفير رايان کراکر
په افغانستان کې د امريکا سفير رايان کراکر
سید شاه سقیم ، مشال راډیو

کندهار : په افغانستان کې د امريکا سفير رايان کراکر وايي چې ډير ژر به د فغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو پر سند لاسليک وشي . دى وايي چې د دې سند تر لاسليکولو وروسته به امريکا تر دوه زره څلرويشتم کال پورې په افغانستان کې پاتي وي.

رایان کراکر دا څرګندوني په کندهار کې په يوه خبري غونډه کې کړې دي. هغه ویلي چې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو د سند د مسودې کار سر ته رسېدلی دی او په لنډه موده کې به د يادو هېوادونه ولسمشران پر دې سند لاسليک وکړي.

د رایان کراکر په خبره که به څه هم په دوه زره څوارلسم کال کې د ټول افغانستان امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي خو امريکا به پر ياده نيټه افغانان يوازې نه پرېږدي.

هغه وویل ً دا د خبرو اترو يوه اوږده پروسه وه چې څو مياشتې وخت يې ونيو خو په پاى کې د امريکا او افغانستان چارواکي پر دې سره سلا شو چې له دوه زره څوالسم کاله نيولې بيا تر دوه زره څلرويشتم کال پورې به د اوږدې ملګرتيا دغه ستراتيژک سند لاسليک کوي ً.

رایان کراکر زیاته کړه ً د دې سند له لاسلیک کولو مالومېږي چې د امريکا او افغانستان ولسونه ملګري ولسونه دي. چې ملګرتيا به يې تر اوږدې مودې پورې وغزېږي ً.

نوموړي وویل چې امريکا او نړيواله ټولنه به په له دوه زره څوارلسمه وروسته داسې نه کوي چې افغانان به يوازې پرېږدي.

د هغه په وینا له افغانانو سره به د دوي ملګرتيا تر ډېره دوام وکړي. هغه ډاډ ورکړ چې دوي نن هم له افغانانو سره دي ، سبا به هم ورسره وي او په دوه زره څلرويشتم کال کې به هم ورسره وي.

تېره ورځ په کابل کې د امريکا د کانګرس ځينو غړو د ملي جبهې له مشرانو سره تر ليدلو وروسته ويلي وو چې په افغانستان کې د روانو ستونزو هواری پارلماني نظام دى.

رایان کرار د هغوي د دې څرګندونو په اړه وویل چې د کانګرس د غړو څرګندونې د امريکا د حکومت نظر نه څرګندوي .

ده وويل د امريکا متحده ايالات د افغانستان اساسي قانونه او خپل واکۍ ته درناوى لري او د هغه نظام ملا تړ کوي چې افغانان يې غواړي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر رایان کراکر د خپلې دې دندې تر سمبالولو وروسته په دریم ځل کندهار ته په رسمي سفر تللی دی.
XS
SM
MD
LG