د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ ، ۲۴م اپرېل


24.4.2012
24.4.2012
ژباړه: منورشاه ، مشال راډیو

پراګ : د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې راغلي دي چې دافغانستان او امریکا ترمنځ د څو میاشتو تر خبرو اترو وروسته دواړه هېوادونه د اوږد مهاله سټرېټیجیک تړون پر مسوده سلا شوي دي چې له مخې به یې امریکا په ۲۰۱۴م کال کې د خپلو جنګي ځواکونو تر ایستلو وروسته هم تر نورو لسو کلونو پورې له افغانستانه سره مرستې جاري ساتي.

ورځپاڼه لیکي دا لوظنامه چې تفصیل یې لا مخې ته نه دی راغلی ، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او دامریکايي ځواکونو لخوا واک افغان ځواکونو ته د سپارلو پرمهال ډیره د اهمیت وړ ده. هغه ځکه چې د دې لوظنامې په رڼا کې په افغانستان کې به د امریکا کردار د یو مرستیال ملګري هېواد په توګه وي.

د ورځپاڼې په لیکنه دا لوظنامه چې په اصل کې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکي له نوي سره تشریح کوي، د ترسره کیدلو لپاره یې د دواړو هېوادونو چارواکو ډېر بحثونه کړي دي. چې په هغوي کې د بندیانو په سپارلو او د شپې د خصوصي ځواکونو د عملیاتو په څیر پر کړکیچنو موضاعاتو هم خبرې شوي دي. په دې لوظنامه کې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ، د ادارو جوړول او سیمه ییز امنیت او مرستې شاملې دي.

ورځپاڼه لیکي چې یو شمېر هېوادونو انتظار کاوی چې امریکا به له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو په لړ کې څه ګام پورته کوي. د یکشنبې په ورځ د لوېدیځې نړۍ سفیرانو ویلي چې اوس به اتحادي هېوادونه هم له افغانستانه سره په ډاډه زړه د مرستو جاري ساتلو ژمنې وکړي.

بلخوا د خبریالانو د خوندي ساتلو لپاره کار کوونکې اداره یا ( کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس) په خپل یو رپورټ کې لیکي چې په لاهور کې د فرایډې ټایمز په نامه مجله د انټر نیټي برید ښکار شوې ده چې له کبله یې د تیرې جمعې په ورځ ویب پاڼه نه خلاصیده.

د یادې شوې مجلې مدیر نجم سیټهي د خبریالانو د خوندي ساتلوادارې ته ویلي چې په دې انټرنیټي برید کې یې د ورځپاڼې ترڅنګ د وېن ګارډ بُکس په نامه چاپخانې او د کتابونو کاروبار ته هم زیان رسیدلی دی. چې د هغه په وینا له کبله یې غړي اوس د دوي ویب پاڼه نشي خلاصولې.

د ً سي پي جېً دا رپورټ لیکي چې دا لومړی ځل دی چې د یوې مجلې ویب پاڼه په نښه شوې ده. خو نجم سیټهي وايي د خپل یو کارکوونکي په وسیله ورته درې میاشتې وړاندې خبرداری ورکړل شوی وو چې پر ایسټېبلشمنټ دي له نیوکو کولو لاس واخلي.

نجم سیټهي زیاتوي د وېن ګارډ په نامه دې چاپخانې د حسین حقاني، احمد رشید او سټیو کوهن کتابونه چاپ کړي دي چې پکې زیاتره پر پوځي ایسټېبلشمنټ نیوکې شوي دې.

ً سي پي جې ً د دې پښې په اړه وايي ، ممکنه ده چې دا د فرایډې ټایمز مجلې لخوا په دې ورسیتو کې د خپرو کړو لیکنو له کبله وي. په دې لیکنو کې په سیاست او بهرنۍ تګلاره کې د پوځ د کردار په اړه خبرې شوې دي.

رپوټ زیاتوي چې و هم دې خبرو ته نجم سیټهي په خپل یو برېښنالیک ( اي مېل) کې اشاره کړې ده. دی لیکي چې په ټیليوژني بحث کې او د خپل اخبار په اداریه کې یې پر ایسټېبلشمنټ نیوکې کړې وې او کیدای شي چې دا انټرنیټي برید له دې امله شوي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG