د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پارلمان ته له امریکا سره پر تړون خبرې کیږي


د افغانستان لوړ پوړي چارواکي نن دې هیواد د پارلمان غړو ته د کابل او واشنګټن تر مینځ د همکارۍ د لوظنامې پر سند خبرې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمۍ رسول هغوي ته په دې اړه تفصیل ورکوي چې څنګ به دواړه هیوادونه په راتلونکي کې له یو بل سره په ګډه کار کوي.

بل پلو د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په ولسي جرګه کې پر دې مسوده خبرې کوي.

د تیرې یکشنبې په ورځ ډاکټر سپنتا او په دې هیواد کې د امریکا سفیر ریان سي کروکر د سټراټیجیکو همکاریو سند لاس لیک کړ.

د دواړو هیوادونو د پارلمانونو غړي به د دې تړون په اړه تر بحث وروسته د دې منظوري ورکوي. په دې تړون کې پر دې خبرې ندي شوي چې په دې هیواد کې به تر ۲۰۱۴م کال وروسته څومره امریکایي ځواکونه او صلاح کاران موجود وي.

تمه ده چې د پوځ په اړه پر مسلو به په یو بل تړون کې خبرې کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG