د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر ویبسایټونو بندیز او د سېند های کورت



بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ -
د پاکستان د سېند صوبې های کورټ په دغه ملک کې د ویب سايټونو د بندولو پر ضد د داير شوي يو پيټیشن په ځواب کې ويلي چې د پاکستان ټيلي کميونيکیشن اداره نه شي کولی يو ویب سايټ تر هغه بند کړي چې چلونکی يې پرې خبر کړی او قانوني مرحلې يې نه وي پوره کړي.

له دې وړاندې د پاکستان د مالوماتو او ټیکنالوژۍ وزارت د انټرنیټ د چاڼولو او ځينو ويب سايټونو د بندولو د پروژې د عملي کولو لپاره د بولي کولو لپاره په ورځپاڼو کې اعلانونه خپاره کړي.

په دې اعلانونو کې له کمپنيانو او تحقيقاتي ادارو غوښتل شوي وو چې د هغه فنډ یا پیسو لپاره دې غوښتنليکونه او وړانديزونه ورکړي چې حکومت به يې د ځينو ویب سایټونو د بندولو په لاره کې لګوي.

په سېند هايي کورټ کې د انټرنیټ د چاڼولو خلاف په پيټیشن دايرونکو کې د (بولو بهی!) په نامه يوې ادارې او د بشري حقونو لپاره کارکوونکې ثنا سليم هم ده. هغې مشال راډیو سره په خبرو کې د سېند هايي کورټ پريکړه وستايله: ((اوس به دوی د يو ويب سايټ د بندولو لپاره دليل وړاندې کوي. پخوا به يې بغير له کوم دليل څخه هر څه بندولی شول. اوس که د دوی په نظر يو ویب سايټ جنايت کوي نو دوی مجبوره دي چې د قانوني مرحلو په طی کولو سره ویب سايټ لرونکي ته خبر ورکړي. دا خبره هم بايد وکړم چې په پاکستان کې د يو ویب سايټ د بيا پرانيستلو لپاره کومه خاصه طريقه نشته او دا ډير مشکله ده چې يو بند کړی ویب سایټ دې بيا پرانيستل شي.))

د بيان ازادۍ لپاره کارکوونکي ادارې، کمېټي ټو پروټیکټ جرنلسټس يا د د جرنلسټانو د خوندي ساتلو لپاره کميټې يو کارکوونکي ډيني اوبراين هيله څرګنده کړي چې د بلوچ هال ډاټ کام په شان ویب سايټونه چې پاکستان بند کړي، به اوس بغير له کومې خبرتيا نه بنديږي.


رسنيو د پاکستان د پاکستان ټيلي کميونيکیشن ادارې له خوا د ځينو ویب سايټونو د بندولو وجه د مذهبي کينې د مخنيوي او د قومي ګټو خوندي کول ښودلي خو ثنا سليم وايي:

((که چارواکي رښتيا هم غواړي د مذهبي نفرتونو د پيليدو مخه ونیسي نو دوی بايد د هغه ملا امامانو مخنيوی وکړي چې د هرې جمعې په ورځ د جوماتونو د لاوډ سپيکرونو له لارې نفرت خپروي. دوی وايي چې د قامي امنيت د خوندي کولو او مذهب ته د سپکاوي د مخنيوي لپاره ویب سايټونه بندوي. دا رښتيا نه دي. دا يوازې يوه بهانه ده. د مثال په توګه د القاعده د ترهګرې ډلې خپريدونکې ويډيوګانې او په پاکستان کې دسخت دريځه مذهبي ډلو ویب سايټونه هيڅکله بند شوي نه دي. همدا اوس هم کتل کيدای شي خو د بلوچانو او هر هغه ویب سايټ چې د پاکستاني پوځ خلاف ليکل کوي، تړل شوي دي.))

په پاکستان کې د بشر حقونو لپاره کارکوونکي، ماریه سرمد هم د انټرنيټ چاڼول احمقانه کار وباله. هغې مشال راډیو ته وويل: ((په پاکستان کې د بيان له ازادۍ ټوکه جوړه شوي. په اصل کې د نفرتونو خورونکي مواد بايد بند شي. ځکه چې نفرت خورونکې شیان سپکاوي ته لار برابروي. زه پر انټرنیټ د خلکو د سپکاوی خلاف يم. حکومت د دې خلاف هيڅ نه کوي. دوی بايد د نفرتونو خوروونکو بيانونو خلاف سخت ګامونه واخلي. د انټرنیټ د چاڼولو ګام يو احمقانه کار دی.))

د سېند په هايي کورټ کې د پټیشن دايروونکي وايي چې دا يې په پاکستان کې پر انټرنیټ د بيان د ازادۍ لپاره د مبازې پيل دی او په دې لاره کې به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
XS
SM
MD
LG