د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوکنارو بدیل به څه وي؟


ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

سرچینه: واشنګټن ټایمز


واشنګټن ټايمز ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې بله جګړه د کوکنارو د کروندي پرضد ده.

په تيرو پينځه کلونو کې د کوکنارو کرونده ۳۲ فيصده کمه شوې. خو د کوکنارو پر ضد روان پروګرام “د خوراک زون” له خطر سره مخامخ دی او هغه ځکه چې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د کوکنارو کروندې په بدل کې د نورو فصلونو د کرلو، په اړه غور شورو کړی چې ايا کروند ګرو ته دا سهولت ورکړي او که نه؟

واشنګتن ټايمز ورځپاڼي د ملګرو ملتونو لخوا د کوکنارو د کروندي د سروې جاج اخستی او ليکي، په ۲۰۰۷م کال کې په څلور لکه او اوه اويا ايکړه ځمکه باندي کوکنار کرل شوي وو خو اوس په دي شمېره کې کمی شوی او په درې لکه او درويشت زره او اوه سوه ايکړه ځمکه کوکنار ولاړ دي.

ورځپاڼه د امريکا د يو پخوانۍ چارواکي ايندرې هوليز چې په افغانستان کې د قاچاقو پرضد د پاليسي جوړولو مسول و، په وينا وايي: ((د افغانستان په هېلمند ولايت، چې د نړۍ د کوکنارو مرکزي ځای ګنل کيږي، په کرونده کې ډير زيات کمی راغلی.))

ښاغلي هوليز د دې کاميابی ترشا “د خوراک زون” پروګرام بولي او وايي: ((په هېلمند ولايت کې د دې پروګرام له کبله د کوکنارو په کرونده کې ۳۸ فيصده کمی شوی او بايد دا پروګرام وغځولی شي.))

ښاغلي هوليز زياتوي: ((زميندارو ته سره او تخم ورکول کافي نه دي بلکي يوه مهمه سټراتيجي دا ده چې د فصلونو په ګودام کې د ساتلو، بازونو ته د ليږلو لپاره له هملند نه نور سيمو ته سړکونه جوړول دي.))

ورځپاڼه د ښاغلي هليز چې د ټايګر انټرنيشنل په نامه د سلا کاری اداره چلوي، په وينا وايي په هېلمند ولايت کې د کوکنارو په کروندو کې د کمي يوه وجه د دې ولايت والي ګلاب منګل دی چې په کاميابۍ سره يې د کوکنارو کرونده اړولې ده.

هليز وايي: ((ښاغلي منګل په يو وخت کې له امريکا څخه دې ولايت ته د نورو ځواکونو د ليږلو خبره کړې وه خو دوی د کورنيو مشران ونيول او تر هغي د نه پريښودو فيصله کړې وه تر څو چې دغو کورنيو د کوکنارو فصلونه نه يې اړولي.))

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د قاچاقو او د جرمونو د اداري د يو بل چارواکې تهامس پيتسمن په وينا وايي: ((د کوکنارو له کروندو څخه د پاکو شوو ولايتونو شميره تر ۲۰ پوري رسېدلې.)) خو ملګري ملتونه وايي د کال تر آخره به دا شمېره تر ۱۵ پوري راکمه شي.

ښاغلي پيتسمن زياته وی ((په ټول هيواد کې د امنيتي وضعي په خرابېدو سره د کوکنارو په کرونده کې اضافه کېدي شي.))
XS
SM
MD
LG