د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ۲۰۱۴ وروسته د افغان ځواکونو مالي مرستې



بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ -
رويټرز خبري اژانس ليکلي چې ناټو وايي د افغان امنيتي ځواکونو برقرار ساتلو لپاره به خوا او شا څلور اربه ډالرو ته اړتيا وي.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو ويلي تر ۲۰۱۴ کال پورې به يې ټول جګړه ييز پوځيان له افغانستان څخه ووځي او رول به يې يوازې د افغان پوځيانو د روزنې او مشورې تر حده وي.

د بيليجيم په برسلز کې د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع او بهرنيو چارو د وزيرانو غونډې وروسته د ناټو عمومي مشر اندرې فوغ راسموسين له ټولې نړۍ وغوښتل چې افغان ځواکونو سره دې مالي مرسته وکړي.

((موږ له ټولې نړيوالې ټولنې خواست کوو چې له ۲۰۱۴ کال وروسته له قوي افغان امنيتي ځواک سره د مالي مرستې لپاره خپله برخه ورکړي. دا يوازې دا ايساف يا ناټو ذمه واري نه ده. موږ به د روس، چين او نورو هيوادونو چې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو سره په يو نه ، يو ډول تړلي دي، له خوا د مالې ونډې ډير منندوی يو. موږ به له ۲۰۱۴ کال وروسته د يو قوي او باثباته افغان امنيتي ځواک په رامنځته کولو کې د روس، چين او نورو هيوادونو مالي مرستو ته ښه راغلاست ووايو.))

د پوځي چارو کارپوه عبدالواحد طاقت تمه لري چې د سيمې حالاتو ته په کتلو سره به چين او روس د خپلو ګټو په خاطر مرسته وکړي: ((چين په افغانستان کې په دا تيرو ۱۰ کلونو کې تر ټولو ډيره سرمايه کاري کړي. حالاتو ته په کتو سره به چين او روس دواړه وغواړي چې په افغانستان کې د پوځيانو سره مالي، د روزنې او لوجسټيک په برخه کې مرسته وکړي. ))

په برسلز کې د ناټو د غونډې پر مهال د برطانيې د دفاع وزير فيلیپ هامون د ازادې اروپا راډیو ته د افغان ځواکونو سره د خپلې مرستې په اړه وويل:

((موږ اعلان کړی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هر کال افغان امنيتي ځواکونو سره ۷۰ ميلینه پاونډه چې يو ۱۱۰ ميلینه ډالر کيږي، مالي مرسته کوو. دا په افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو یا ایساف د ۱،۳ بيلينه ډالرو برخه ده. دا به له ۲۰۱۴ کال وروسته ورکول کيږي.))

د مالي سرچينو نشتوالي ته په کتو، افغان چارواکو ويلي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د خپلو پوځيانو شمېر راکموي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، افغانستان وايي چې د حساس موقعیت له وجې درې لکه پوځ ته اړتيا لري او زياتوي چې افغان امنيتي ځواکونو سره مرستې ډيرې شوي خو درغلي زياته ده او اکثره مرستې ضایع کيږي: ((دلته ډيرې پيسې راغلي خو اکثره يې سمې نه خرڅيږي مګر که پوښتنه يې وشي چې دا چيرته لګيدلي نو هيڅوک يې حساب نه شي ورکولای. تر څومره چې زموږ د ضرورت د پوځيانو خبره ده نو بايد ووايم چې دوی خو وايي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان پوځ دوه لکه او ۳۰ زره تر حده د ساتلو او پرې د کال د څلور ميليونو ډالرو د لګولو خبره کړي خو زه فکر کوم چې درې لکه پوځيان، دوه لکه پولیس او يو لک د استخباراتي ادارو کارکوونکي کافي دي. ))

د يادونې وړ ده چې راتلونکې میاشت (مې) کې به د امريکا په شيکاګو کنفرنس کې هم د افغانستان په اړه د ناټو غړي او نور هيوادونو سره راټولېږي او د نورو موضواعاتو ترڅنګ به د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او مالي مرستې په اړه هم خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG