کابل - له افغان پلازمېنې کابله د را رسېدلو رپورټونو تر مخې امریکا و افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو تړون یوه مسوده لاسلیک کړې ده چې د تړون په اړه د خبرو اترو د حتمي کېدو خبره کوي.
دواړه هیوادونه د تړون پر جزییاتو سلا شوي دي.
د افغانستان په ولسمشریزې ماڼۍ کې چارواکو مشال راډیو ته ویلي، د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون په اړه یوه مسوده په خپل وروستي شکل کې منل شوې، پر دې خبرې پای ته رسېدلې دي او بیا لاسلیک پر شوی دی.
چارواکي وايي، د تړون مسوده په کابل کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلا کار ډاکتر رنګین داد فر سپنتا او د امریکا سفیر راین کراکر لاسلیک کړه.
په کابل کې د امریکا د سفارت ترجمان هم د دې خبرې پخلی کړی دی.
اوس به د دواړو هیوادونو تر منځ ستراتیژیک تړون، د دواړو هیوادونو ولسمشران د امریکا په شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال لاسلیکوي.
د امریکا سفارت ویاند له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل: ((نن، تر سخت کار وروسته، امریکا او افغانستان د ستراتیژیکې همکارۍ تړون ته نېږدې شوي دي. دواړه، امریکا او افغانستان، به اوس هغه مشورتي عمل شروع کړي چې تر مخې به یې د تړون له متن [سره تړلی] بهیر کتل کېږي. امریکا له پاره د دې مانا دا ده چې ادارې به دا مسوده ګوري، که ضروري وه نو د کانګرس به یې هم ګوري او بیا به د امریکا ولسمشر ته دا مسوده د وروستۍ کتنې له پاره استول کېږي.))
ویاند زیاته کړه، موخه یې دا ده چې د شیکاګو تر سرمشریزې مخکې تړون لاسلیک شي.
تر دې مخکې پر تړون د افغان حکومت یو انتقاد دا وو چې باید بهرني سر تېري د شپې پر مهال چاپې ودروي او د دې مشري افغانانو ته ورکړي. پر دې امریکا تر ډېر بحث وروسته سلا شوه.
د شیکاګو غونډه د ۲۰۱۲ز کال د مې په وروستۍ اوونۍ کې کېږي چې په کې به تر ۲۰۱۴ز کال وروسته د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه له دې هیواد سره پر مرستو خبرې کېږي.