د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې بارانونه او سېلابونه؛ ۲۵ ته مرګ ژوبله



جمیله ظریف

کابل -
په افغانستان کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره وایي چې له تیرو دوو ورځو راهیسي په یو شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د راتلو له امله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دغې ادارې مشر محمد دایم کاکړ د اپرېل پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو دوو ورځو کې په هرات، بادغیس، روزګان، پکتیا او غور ولایتونو کې د سیلابونو له امله ګڼ شمیر خلکو ته مالي او ځاني تاوان رسیدلی.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې د اټکل له مخې هغه ولایتونه، چې په تیر ژمې کې د درنو واورو د وریدو شاهدان وو، ممکن په راتلونکې کې د سیلابونو له ګواښ سره هم مخامخ شي.

د دې ادارې اشاره تر ډیره پروان، کاپيسا، تخار، بغلان، کندز، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، دایکندي، بامیان، غور، بادغیس، روزګان او فاریاب ولایتونو ته وه.

دا اټکل پداسې حال کې کیږي، چې همدا اوس په یو شمیر ولایتونو کې سیلابونو درانه زیانونه اړولي او په هرات کې یی څلور کسان وژلي، یوه میرمن یی وړې او ۱۶ نور یی ټپیان کړي.

د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکو مشال راډیو سره په مرکه کې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې چارواکو په وینا ددې سیلابونو له امله د ارزګان، بادغیس، غور او پکتیا ولایتونو اوسیدونکو ته هم مالي او ځاني تاوانونه رسیدلی دي.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې چارواکي هم مني چې وروستیو دوو ورځو سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه رسولي.

خو د دې ادارې مشر ډاکټر محمد دایم کاکړ وایي چې دوې تر اوسه دغو سیلاب ځپلو ته خپلې مرسته نه دي رسولي.

دی وایي دوی په هر ولایت کې سیلاب ځپلو ته تر ۲۴ ساعتونو وروسته مرستې ور رسوي.

د رپوټونو له مخې د دغو سیلابونو له امله هر کال یو شمېر افغانانو ته د حکومت د نه پاملرنې له امله ځاني او مالي تاوان رسیږي او دا ځلې خو په پلازمینه کابل کې هم سیلاب راوتلې.

اکثره سیلاب ځپلي خلک دوی ته د رسېدلو تاوانونو او د مرستو د نه ورسولو ټوله پړه پر حکومت اچوي، خو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره یې بیا په نړیوالو ادارو اچوي او وايي چې دوی یواځې د دغو مرستو د پلي کولو مسوولیت لري.
XS
SM
MD
LG