د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې سېلابونو په سلګونه کورنۍ ځپلې دي


د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي د اپرېل پر ۲۲مه یې د بیړنیو حالاتو لپاره د جوړې شوې کمیټۍ غونډه رابللې چې والي ګا اغا شیرزی هم په کې ګډون کوي.

دوی به د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستو لار لټوي.

په جلال اباد کې د مشال راډیو خبریال د ځايي چارواکو له خولې خبر ورکوي چې د جمعې او شنبې (خالي) پر ورځ د اورښتونو او سیلابونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

عبدالزی وايي، په بهسودو کې ۸۵ کسان په سیلابي اوبو کې ایسار پاتې ول چې د ځايي ماڼوګانو په کومک خوندي را ایستل شوي دي.

د دې سیلابونو له امله، د چارواکو په وینا، ۱۰۰ کورونه هم نړېدلي، پر ۱۵۰۰جریبه ځمکه باندې ولاړ فصلونه تباه شوي او لسګونه څاروي هم اوبو لاهو کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG