د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ما ته راکړل شوې جایزه د ټولو افغانو ښځو ده'


مریم درانۍ
مریم درانۍ

بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ -
امریکايي مجلې ټايم د نړۍ د ۱۰۰ هغه کسانو لیسټ خپور کړی چې په وينا يې په نړۍ کې اغيز درلودلی.

په دوی کې د پاکستان چيف جسټس (قاضي القضات) محمد افتخار، پر ښځو د تيزاب شيندنې په اړه د آسکر په نړيواله جايزه وياړل شوي فلم جوړونکې، شرمين عبيد چينای او د افغانستان د کندهار ولايت د ولايتي شورا غړي، مريم دراني هم ده.

ټايم مجله هر کال دغسې يو لیسټ خپروي چې په دنيا کې ډېر معتبر ګڼل کېږي.

دا زما وطن دی او زه د راډیو له لارې خلکو ته دا پوهه ورکوم چې جنګ ښه شی نه دی او بايد چې د وطن د ابادۍ له پاره کار وکړو
ټايم مجلې ليکلي، افتخارچودري يې د عدليې د قوي کولو، شرمين عبيد يې د تيزاب قربانيانو ته د غږ ورکونې له وجې په ډې لیسټ کې شامل کړي او مريم دراني يې له دې کبله غوره کړي چې د کندهار په ناارامه ولايت کې يې د ښځو له پاره کار کړی.


د ټولو افغان ښځو جایزه

مريم دراني په سختو امنيتي ستونزو کې د کار کولو له پاره له دې مخکې د نړۍ د زړورو ښځو له پاره د امريکا نړيواله جايزه هم اخیستي.

هغې مشال راډیو ته وويل: ((ماته راکړل شوې جايزه يوازې زما نه بلکې د ټولو افغانو ښځو ده. زه له هغه ښځو څخه چې په کندهار کې په ډېرو سختو او خرابو حالاتو کې کار کوي، يوه ښځه يم نو په دې جايزه ډيره خوشاله يم.))

۲۸ کالنه مريم درانۍ د خپلو شپږو وروڼو يوازينۍ خور ده.

هغه په ايران کې د کډوالۍ پر مهال زېږېدلې او زده کړې يې هم هلته کړې دي.

نوموړې د ولايتي شورا له دندې پرته (ميرمن راډیو) هم چلوي چې د ۱۲ کسانو په مټ ۱۲ ساعته خپرونې کوي.


دا زما وطن دی

هغه وايي د راډیو له لارې د سولې له پاره کار کوي:

((موږ بايد په هر حال کې د خپل وطن له پاره کار وکړو. دا زما وطن دی او زه د راډیو له لارې خلکو ته دا پوهه ورکوم چې جنګ ښه شی نه دی او بايد چې د وطن د ابادۍ له پاره کار وکړو.))


کم عمرې زړوره

د کندهار له ولايته د افغانستان د پارلېمان په تېره دوره کې استازې ملالۍ اسحاق زۍ وايي، د کندهار د ښځو سخت ژوند ورته معلوم دی او که څه هم د مريم دراني په شهرت او نازولو خوشاله ده خو زياتوي: ((نه يوازې مريم درانۍ بلکې هره افغانه ښځه چې دغسې وياړل کېږي، زه پرې خوشاليږم او وياړ پرې کوم خو موږ ډيرې نورې ښځو لرو چې ډېرې لاس ته راوړنې يې درلودلې. د مريم دراني عمر کم دی او لاس ته راوړنې يې هم هومره نه دي لکه د ځينو نورو ښځو خو بیا هم ورته ورکړل شوي جايزه زه ستايم.))

خو د کندهار د ولايتي شورا مشر حاجی احسان نورزی وايي، د مريم دراني همدا کم عمر دی چې هغه له نورو ښځو ځانګړې کوي.

هغه مشال راډیو ته وويل: ((مريم درانۍ [له] موږ سره کار کوي. هغه ډېره هوښياره، تکړه او زحمت کشه نجلۍ ده. هغه بايد په ۱۰۰ کې څه چې د دنيا په ۱۰ تکړه کسانو کې وشمېرل شي. زموږ په کندهار کې ډېرې مېرمنې وژل شوي نو دا ډېره زړوره ده چې په داسې حالاتو کې کار کوي.))

د ټايم مجلې په دې ليسټ کې د نړۍ مشهورې څېرې لکه د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن، د جرمني وزيراعظمه انګېلا مېرکل او د ايران ستر مذهبي مشر علي آيت الله خمينايي هم شامل دي.
XS
SM
MD
LG