د تاجکستان ولسمشر وايي په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به د سیمې پر امنیتي حالاتو اغیز وکړي.
د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان د خپل هيواد پارلیمنټ ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل ، د افغانستان سره یوزرو څلور سوه کلیومیټره اوږد سرحد روس او يورپ ته د نشه یې موادو د قاچاق یوه مهمه لاره ګڼل کېږي .
نوموړی وايي، په افغانستان کې ښه پرمختګونه شوې دي خو ددې اړتیا شته چې د دې هیواد حکومت او ادارې پیاوړي شې . نوموړې د ټولې سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی وباله .هغه وويل چې د مرکزي ایشیا د امنیت ټینګښت د افغانستان د امنیت د ټینګیدو پرته هيڅ امکان نه لري.