د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې زرګونه کیلو چاودونکي مواد نیول شوي


افغان امنيتي ځواکونو په کابل کې پينځه اورپکي له ۱۰ ټنه (۱۰زره کیلوګرامه) چاودونکو موادو سره نیولي دي او په دې توګه یې د درنې مرګ ژوبلې د پېښېدو مخنیوی کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند شفیق الله طاهري په یوه خبري غونډه کې وویل، دا کسان د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې پاکستانیو او عربو ترهګرو روزلي ول.

د نوموړي په وینا، دوی د افغانستان د مرستیال ولسمشر کریم خلیلي د وژنې پلان جوړ کړی وو.

د ده په وینا، نیول شویو کسانو نیت کړی وو چې چاودونکي مواد د کابل ښار په هغو سیمو کې چې ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده، ځای پر ځای کړي او چاودنې وکړي.

د افغان چارواکو په وینا، دا چاودونکي مواد په یوه ټرک کې د الوګانو د بوجیو لاندې په ۴۰۰ بیګونو کې ځای پر ځای کړل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG