د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ۱۰ ټنه چاودونکي مواد او وسله وال نیول شوي



بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ -
افغان امنيتي ځواکونو په کابل کې پينځه اورپکي له ۱۰ ټنه (۱۰زره کیلوګرامه) چاودونکو موادو سره نیولي دي او په دې توګه یې د درنې مرګ ژوبلې د پېښېدو مخنیوی کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند شفیق الله طاهري په یوه خبري غونډه کې وویل، دا کسان د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې پاکستانیو او عربو ترهګرو روزلي ول.

د نوموړي په وینا، دوی د افغانستان د مرستیال ولسمشر کریم خلیلي د وژنې پلان جوړ کړی وو او ورسره د هغه ځینې ویډیو ګانې، انځورونه او نقشې هم نیول شوې دي.

د ده په وینا، نیول شویو کسانو نیت کړی وو چې چاودونکي مواد د کابل ښار په هغو سیمو کې چې ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده، ځای پر ځای کړي او چاودنې وکړي.

طاهري وویل، له دې کسانو سره یوه ویډیو هم نیول شوې چې په کې د دوی پلان لیدل کېدای شي.

د افغان چارواکو په وینا، دا چاودونکي مواد په یوه ټرک کې د الوګانو د بوجیو لاندې په ۴۰۰ بیګونو کې ځای پر ځای کړل شوي ول.

د اپرېل پر ۱۵مه د افغانستان په څلورو ولایتونو کې وسله والو برید کړی وو. په دې کې ننګرهار، پکتیا، لوګر او کابل شامل ول.

د کابل ښار په درو برخو کې وسله والو حملې کړې وې چې بیا تر ۱۸ ساعتونو ورسره د افغان سرتېرو جګړه روانه وه.
XS
SM
MD
LG