د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د اپرېل ۲۱مه)



ژباړه: حسیبه شهید، مشال راډیو

واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان لپاره د امریکا سفیر شک څرګند کړ چې یوه پیاوړې ترهګریزه ډله چې د اپرېل پر ۱۵مه یې د افغانستان په ښارونو کې بریدونه وکړل د پاکستان له ای ایس ای سره اړیکي لري.

د امریکا سفیر له پاکستانه وغوښتل چې دغه وسله وال په خپله خاوره کې له خوندي ځایونو بهر کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر زیاته کړه چې دوې پوهیږي چې د دغو ترهګرو مشران چیرته ژوند کوي او دا پلانونه چیرته جوړوي.

سفیر بیا وویل چې دا پلانونه په افغانستان کې نه تیاریږي دا په میرانشاه کې چې په پاکستان کې ده جوړیږي.

پاکستان بیا بیا د حقاني له ډلې سره اړیکي لرل رد کړې دي خو جګپوړیو امریکایي چارواکو ښکاره ویلې دي چې دغه ترهګر د پاکستان له آی ایس آی سره اړیکي لري.

د ۲۰۱۱ز کال سپتمبر په میاشت کې د امریکا لوی درستیز اډمیرل مایک ملن د حقاني ډله د آی ایس آی مټ بللې وه.

واشنګتن ټایمز د لیکنې تر مخې، رویټرز اژانس د پاکستان د استخباراتو د یوه چارواکي په وینا څرګنده کړه چې په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر چې له پاکستانه د داسې ښکاره عمل غوښتنه کړې ده د امریکا او پاکستان تر منځ به کړکیچ بیا تازه کړي.

دغه چارواکي وویل، څه ته چې دوې اندیښه لري هغه دا ده چې اوس به بیا پر شمالي وزیرستان فشار زیات شي او دوې د افغانستان په څو ښارونو کې د اپرېل پر ۱۵مه له شویو بریدونو سره تړاو نه لري.

لاس اېنجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه بیا د افغانستان د سولې پربهیر لیکنه کړې ،د افغانستان حکومت په خپل ایین کې چې د لویدیځ اغیز پرې شته د بدلون راوستو فکر کوي، څو په دې توګه وسله وال د سولې خبرو ته راکاږي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا جنرل سیکرټري محمد معصوم ستانکزي په واشنګتن کې وویل چې دا موضوع د حزب اسلامي د وسلوالې ډلې له استازیو سره چې روانه میاشت یې ورسره ولیدل، راپورته کړه.

ستانکزي د خبریالانو یوې ډلې ته وویل، چې ده د حزب اسلامي پلاوي ته وویل: ((ښایي تاسو د اته کاله زاړه اساسي قانون له ځینو برخو سره جوړ نه یاست نو هر ایین په ځینو وختو کې بدلیدای شي او افغانان به پرېکړه وکړي چې څنګه اساسي قانون دوی غواړي.))

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي چې، د ستانکزي خبرې ښایي وسله وال خبرو ته وهڅوي خو له دې سره لویدیځ چارواکو ته اندیښنه پیدا کیږي ځکه چې هغوی ته د افغانستان ایین د دیموکراسۍ یو ملاتړی ښکاری. د اساسي قانون یوسل او شپیتمه ماده د ښځو او لږکیو د ساتنې ضمانت کوي او د بیان د ازادۍ حفاظت هم کوي.

امریکایي چارواکو په ښکاره ویلې دي چې طالبان او نورې وسله والې ډلې باید د افغانستان اساسي قانون ومني که چیرته دوی د سولې په خبرو کې برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG