د لاسرسي ځای

تازه خبر

د الوتکې غورځېدو لامل مالومولو له پاره پلټنې


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي، له اسلام اباد سره نېږدې د مساپر وړونکې الوتکې د لوېدو لامل مالومولو له پاره پلټنې روانې دي.

په پاکستان کې د یوې مساپر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۲۷ کسان وژل شوي.

د رپورټونو تر مخې دا بوینګ ۷۳۷ الوتکه وه چې له کراچۍ، اسلام اباد ته روانه وه.

د بوجا ایر شرکت دې الوتکې د غورځېدو په اړه د هوا د خرابۍ خبره هم کېږي.

رحمان ملک ویلي، د الوتکې هغه آله یې موندلې چې په کې ټولې خبرې او د الوتکې د مشیني ځایونو په اړه مالومات ثبت وي.

دې آلې ته بلیک باکس یا تور بکس ویل کېږي.

ملک وايي: ((تور بکس مو موندلی دی. ما د پېښې په ځای کې خبریالانو ته دا آله ښودلې ده.))

د ده په خبره، دا آله د پلټنو په بهیر کې ورسره مرسته کولای شي.


په وژل شویو کې تر دې دمه د ۷۰ کسانو مړي پیژندل شوي او د پاتې نورو پېژندګلوۍ هڅې کېږی.

د مشال راډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي، له ۳۰ تر ۴۰ پورې د کسانو پیژندګلوي نه ده شوي او دوی به د ډي این اې د معاینې په وسیله وپېژندل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG