د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د الوتکې غورځېدو پېښه کې لسګونه وژل شوي



له پاکستانه راغلي رپورټونه وايي، په هغې الوتکې کې چې د اپرېل پر ۲۰مه له اسلام اباد سره نېږدې غورځېدلې، شا و خوا ۱۳۰ کسان په کې سپاره ول او د ټولو په اړه ویره ده چې وژل شوي.

چارواکي وايي، دا بوینګ ۷۳۷ الوتکه د هیواد له جنوبي ښار کراچۍ څخه اسلام اباد ته روانه وه چې په راولپېنډۍ-اسلام اباد کې د بې نظیر بوټو له نړیوال هوايي ډګر سره وغورځېده.

رپورټونه ښيي، چې الوتکه هوايي ډګر ته په رسېدو وه چې د حسین اباد په نوم له یوه کلي سره نېږدې وغورځېده.

حسین اباد او بې نظیر بوټو هوايي ډګر له یو بل سره نېږدې دي.

تر اوسه دا هم نه ده ښکاره چې څومره کسان په الوتکه کې ول، او په دې اړه ضد و نقیص اطلاعات دي. ځینې رپورټونه وايي، په الوتکه کې ۱۱۸ مساپر او ۹ کسان د الوتکې د انتظام او چلولو کار کوونکي ول.

د پېښې پر مهال په سیمه کې د زښت باد و باران په اړه رپورټونه هم راغلي.

دا الوتکه چې د بوجا ایر په نوم د یوه هوايي شرکت وه، ویاند یې د غورځېدو د ممکنه لامل په اړه له څه ویلو ډډه کړې.

د دې شرکت ویاند ویلي: ((زه د [الوتکې د غورځېدو] لامل په اړه څه نه شم ویلای. پیلوټ ډېر ښه وو. هغه له ۳۰ کالونو زیاته تجربه لرله.))

له بیړنيو حالاتو سره د مبارزې چارواکي وايي، تر پېښې وروسته اور ولګېد.

د پاکستان ټیلي ویژن چینلونو د غورځېدلې الوتکې او د مساپرانو د سامانونو ټوټې او برخې ښودلې دي چې پر ځمکه پرتې وې.


تر اوسه د مساپرو د ژوندي پاتې کېدو یا هم د وژل شویو یا ژوبلو د شمېر په اړه کره رپورټ نه دی راغلی.

د پاکستان د دفاع وزیر چودري احمد مختار د هوايي انتظام د ادارې چارواکو له خولې ویلي، امکان نشته چې کوم کس دې ژوندی پاتې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG