د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتلان (اجمل خټک- لومړۍ برخه)


د (اتلان) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

ننۍ اتلان مشهور پښتون سیاستوال او شاعر اجمل خټک ته ځانګړې شوې ده.

د کار پوهانو له وینا سره سم، اجمل خټک د عدم تشدد د باني مشر خان عبدالغفار خان (باچا خان) له پخوانیو ملګرو یو وو او تر آخره ورسره پاتې شو.

خټک انقلابي فکر درلود او انقلابي شاعري به یې کوله.

کار پوهان وايي، اجمل خټک د پښتو د کالم لیکنې په ډګر کې له مخکښانو وو.

خټک له ځوانۍ د سیاست مینه وال وو او پر پښتنې خاورې د برتانیا د واک پر ضد یې هلې ځلې کولې.

په ۱۹۷۳ز کال کې خټک خپل وطن پرېښود او کابل ته لاړ او ۱۸ کاله یې په جلا وطنۍ کې تېر کړل.

د نوموړي د ژوند، فکر او کار و زیار په اړه دا د اتلان خپرونې لومړۍ برخه ده.

د اتلان خپرونې جوړوونکی د مشال راډیو بشیر ګواښ دی.

خپرونه تاسې لاندې اورېدای شئ:

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG