د لاسرسي ځای

هېلمند کې ځانمرګی برید، الوتکه لوېدلې، ۸ وژل شوي



سید شاه سقیم، مشال راډیو

لښکر ګاه -
ځانمرګى بريد تېره شپه (د اپرېل ۱۹مه) د افغانستان د هېلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې شوى دى او وروسته بيا په ياده سيمه کې يوه الوتکه هم لوېدلې ده چې له امله يې څلور تنه کورني او څلور بهرني سرتېري وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل دي.

چارواکي وايي ژوبل شوي کسان ټول ملي پوليس دي.

د هېلمند د والي وياند داوود احمدي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ځانمرګى بريد د ګرمسېر په لکړي سيمه کې د پوليس په يوه پوسته شوى دى.

دى وايي په بريد کې څلور پوليس وژل شوي او اوو نور ژوبل دي .

(( د ګرمسېر په لکړي سيمه کې يو ځانمرګي د پوليسو په پوسته کې ځان الوزولى دى چې له امله يې څلور تنه ملي پوليس وژل شوي او اوو نور ژوبل دي. ))

احمدي زياتوي، وروسته د ټپي شويو پوليسو د رالېږدونې په موخه د بهرنيو سرتېرو يوه الوتکه هم سيمې ته تللې ده چې غورځېدلې او پکې سپاره څلور بهرني سرتېري مړه شوي دي .

((وروسته بيا د پېښې د ټپيانو د رالېږدولو په موخه د بهرنيانو يوه امبولانس الوتکه هم سيمې ته تللې ده خو د خرابې هوا او باران له امله غورځېدلي چې په کې څلور بهرني سرتير وژل شوي دي.))

په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه هم د خپلې الوتکې لوېدل مني .

احمدي وايي، الوتکه د خرابي هوا له امله غورځېدلې ده خو قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي مشال راډيو ته يې وويل چې ځانمرګى هم د دوى ملګرو کړى او الوتکه هم دوى را غورځولې ده.

قاري يوسف وايي په دواړو پېښو کې ګڼ شمېر بهرني او کورني سرتېري وژل شوي دي.

له هېلمند په ليرې پرتو سيمو کې د ژمي له تېرو وروسته يو ځل بيا د نا امنيو پېښې زياتې شوې دي.

څو ورځې وړاندې د هېلمند په موسا کلا ولسوالۍ کې هم ځانمرګى بريد شوى وو چې له امله يې يو شمېر سيمه ييز پوليس مړه او ټپيان شوي وو .
XS
SM
MD
LG