د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د اپرېل ۲۰مه)



ژباړه: منور شاه، مشال راډیو

نیو یارک ټایمز


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې راغلي دتېر اتوار په ورځ په کابل کې د بریدونو وروسته د وژل شوو وسله والو د جسدونو داسې تصویرونه مخې ته راغلي چې ځنې امریکايي پوځيان یې سپکاوې کوي او دې خبرې په امریکايي پوځ کې ډېره په شدات سره دا پوښتنه راپورته کړي چې افغانستان کې د جنګ مودې او نوعیت ته په کتو سره دا د پوځ د ډیسیپلن نه سر غړونه ده او که نه؟

ورځپاڼه د څیړونکو لخوا وايي دې لړ کې یوه لویه وجه دهغه کم رتبه پوځي افسرانو ستړیا ده چې په پوځ کې مرکزي کردار ترسره کوي یعنې اتلس کلن او نورلس کلن پوځي ځوانانو ته تربیت ورکوي او دوړو وړو ګشتي ډلو مشري او هغوي ته لار ښونې کوي.

دورځپاڼې په وېنا څیړونکي بله وجه دا ښايي چې کیدې شي د یاغي توب د مخ نیوي لپاره د پوځ وړې وړې ډلې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د لیږلو په نتیجه کې پوځیانو کې دا رجحان رامنځ ته شوې وي. او پوځي افسران او څیړونکي اندیښمن دی چې په دغه ډول حالاتو کې پاتې کیدو سره د اکثره پوځيانو رویه ډېره خرابه شي چې بیا دا ډول تشدد د هغوي په خويي کې شامل شي.

سټرېټفر اداره

بلخوا د سټرېټفر نومې څیړنیزه اداره یو مضمون کې لیکي د پاکستاني پوځ مشر اشفاق پرویز کیاني د تیرې چارشنبې په ورځ وېلي چې د هند اوپاکستان په لانجمنه پوله د سیاچن نه دې دواړه هېوادونه خپل پوځونه وباسي.

یاده شوې اداره وايي چې د سیاچن دشخړې هوارولو لپاره وخت په وخت د دواړو هېوادونو ترمنځه خبرې شوي خو تر دې دمه یې مثبت نتیجه نه ده را وتلې. په دې ورستیو کې پاکستان هند ته د غوره هېواد درجه ورکړې او ممکنه ده چې ددې ګام له مخه د سیاچن په مامله کې هم څه پرمختګ وشي.

سټرېټفر لیکي د پاکستان لخوا د هند سره د امنیتي ماملو نه تجارتی ماملو ته زیات اهمیت ورکول ددې هېواد د موجوده جمهوري حکومت کامیابي ده چې پکې یې پوځي ایسټېبلشمنټ هم د ځان سره هم غږې کړې دې.

سټرېټفر څیړنیزه اداره د خپل دې مضمون په آخر کې وايي چې دې لړ کې موجوده حکومت د هند سره د سولې د عمل لپاره په څه نا څه ډول د هېواد ټول سیاسي او پوځي مشران سلا کړي دي. چې په ۱۹۷۲م کې دشمله لوظنامې نه پس د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کې تر ټولو لویه خبره ده. په دې حالاتو کې تل دا ویره موجوده وي چې پاکستان کې مېشت وسله والې ډلې په هند کې ترهه ګر برید وکړي او ددواړو هېوادونو تعلقات خراب کړي. خو که دغه نه وي نو هم د سیاچن نه د پوځونو بیرته د ۱۹۸۴م پوزیشن ته تلل آسانه خبره نه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG