د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ځینو سیمو کې ښځې خرڅېږي


د چارو کار پوهان وايي، د ښځو حقونه په افغانستان کې تر پښو لاندې کېږي
د چارو کار پوهان وايي، د ښځو حقونه په افغانستان کې تر پښو لاندې کېږي

حسیبه شهید، مشال راډیو

سرچینه: افغانستان ټوډې

پراګ -
په افغانستان ټوډي ورځپاڼه کې یو راپور خپور شوی چې په ځینو سیمو کې د ښځو د خرڅلاو په اړه دی . په دې راپور کې راغلي چې د دې زاړه دود د ختمولو سره سره لا هم د ننګرهار په ځینو سیمو کې ښځې په ناقانونه توګه خرڅېږي .

په راپور کې د حاجي رییس خان په نوم د یو سپین ږیرې کیسه شوې چې پلاستیکي ښاغونه یې اېښې دي او د درې زره ډالرو په بیه یې ځان ته ځوانه ناوې په پیسو اخیستې ده .

رییس خان ددې راپور لیکونکي ته ویلي : (( زه هلته ورغلم ، خپل پلاستیکي غاښونه مې لرې کړل او هغه سړي ته مې وویل چې زما ښځه مړه شوې او دا نجلۍ راته راکړه . هغه دا نجلۍ د یوسلو پنځوس زره افغانیو په بدل کې راکړه.))

د شینوارو په ولسوالیو کې ښځې خرڅېږي

په راپور کې د بشري حقونو د فعالانو له خولې ویل شوي دي چې د پخوانیو زمانو څخه د ښځو د خرڅولو او اخیستلو دا دود د ننګرهار د شنیوارو په پنځو ولسوالیو کې غیرې عادي نه دی .

په راپور کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د ښځو د حقونو د څانکې د مشرې صبرینا حمیدې له خولې ویل شوي دي:

(( ښځې د شینوارو په بیلابیلو سیمو کې پلورل شوي دي او دوې وخت په وخت داسې شکایتونه ترلاسه کړي . ))

صبرینا زیاته کړې، دا دود بې تعلیمۍ ، غربت او ناوړه دودونو له کبله اوس هم دوام لري .

د ښځو خرڅلاو په منډیانو کې د کار و بار په څېر دی

د افغانستان توډې، په دې راپور کې وړاندې راغلي :

((کله چې یوه ښځه خرڅه شي ، نو د خپلې کورنۍ سره عموما د ټول عمر لپاره اړیکې پرې کېږي . چې دا کار دا خرڅې شوې ښځې لا ډېرې بې وسه کړي . تر دې وروسته دا ښځه د دې د اخیستونکي وي . او د هماغه په خوښې پورې تړلې وي.))

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله ملالۍ شینواري وايي چې دوی په دې برخه کې د ګواښونو او خطرونو په منلو ځینې هلې ځلې کړي دي نوموړې زیاتوي : که په دې برخه کې دا مهال یو بدلون هم راغلی وي هغه دادی چې د خرڅلاو بڼه بدله شوې ده .

د ملالۍ شینواري په وینا، که چیرې پخوا دا ښځې په ازادو منډیانو کې پلورل کیدې اوس کورنۍ په پټه توګه خپلو کې معامله کوي .

د افغانستان ټوډې یا نن افغانستان په دې راپور کې د غني خیلو د ولسوالۍ د یو اوسیدونکي قاري ګل محمد له خولې ویل شوي ، دا ډول د ښځو خرڅلاو اوس هم عام دی او ډیر پټ هم نه دی . د نوموړي په وینا کله چې څوک وغواړي په ډیره اسانۍ د هغو نجونو او ښځو پتې موندلی شي چې د خرڅلاو لپاره وي .

د نوموړې په وینا د خرڅیدونکیو ښځو بیه د هغوی په ښکلا پورې تړلې ده ، چې له اتیا زره افغانیو نیولې تر یو میلون افغانیو پورې رسیږي.

بې وزلي ډېره ده، خو دا دود په ورکېدو دی

د غلام حبیب په نوم د سیمې یو بل سړی د راپور لیکوال ته ویلي دي ، کله ناکله دا کار د بې وزلۍ له کبله کېږي خو ډیر کله له دې کبله وي چې سړي له خپلو ښځو زړه توري شوي وي . او یا کورنۍ غواړي چې له خپلو لوڼو او یا کونډو څخه ځان بې غمه کړي .

د شینوارو د اچین یو قومي مشر ملک خدایداد د راپور لیکوال ته ویلي :

((دا سمه ده غربت او بې وزلي په شینوارو کې زیاته ده ، او دې ځینې کسان دې ته هڅولې چې خپلې لوڼې و پلوري خو اوس دا دود ډیر کم شوی دی او هڅه کوي چې په پشپړه توګه یې پای ته ورسوي.))

زبیر چې په غني خیلو کې د ولسوالۍ قاضي دی د ښځو د داډول خرڅونې ځینې پېښې یې تایید کړې .

نوموړی وايي په ډېرو پېښو کې ښځې بیا بیا خرڅې شوې دي او سر ګاونډي پاکستان کې بازارونو ته رسیدلی دی .

ددې قاضي په وینا دا مهال له دوی سره پنځه شپږ داسې کیسونه شته چې په کې یوه ښځه درې څلور وارې له یو څخه په بل خرڅه شوې ده .

خو چارواکي وايي، ځینې وختونه د ښځو خرڅونکې عدالت ته هم راښکل شوي دي.

د شنیوارو د دې قاضي په وینا، دوه میاشتې مخکې یو سړی چې خپله ښځه یې په تیرا کې خرڅه کړې وه محاکمه شو او درې کاله بند سزا ورکړل شوه .

نوموړې ویلي دوې ، د دې پرضد کمپاین پیل کړي ، په دې برخه کې راغلي کیسونه د بشري حقونو د خپلواک کمیسون او د پولیسو سره شریک شويدي .

د ننګرهار د ښځو د چارو رییسې انیسې عمراني هم ددې ستونزې دوام تایید کړی دی خو وايي په دې برخه کې د عامه پوهاوي کمپاین ښه روان دی او خلک اوس د داسې (بې وزلو ښځو) ملاتړ کوي .

نوموړې زیاتوي مخکې دا ډول پېښې ډیره کله پټې پاتې کیدې خو اوس ورته د خلکو ډیره پاملرنه اوښتې ده .
XS
SM
MD
LG