د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هندي توغندي ازموینه، 'د وسلې زغل نه پیلېږي'



مجید بابر، مشال راډیو

پراګ -
د هند د دفاع وزیر اې کې اینتني ویلي، د اګني پینځم توغندي ازموینه په بریا تر سره شوې ده.

اګني پینځم اوږد واټنه بیلېسټیک توغندی دی چې له یوې لویې وچې بلې هغې ته رسېدای او خپله نښه ویشتای شي.

اینتني وايي، د دې میزایل د تجربې له وجې د هندي قام رتبه نوره هم لوړه شوه.

ازموینه مو د خپلې دفاع له پاره کړې

په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو د ویاند د دفتر له مشر، سېلاس تانګل مې پوښتنه وکړه چې ایا د دې ازموینې له کبله به په سیمه کې د وسلو زغل نور هم ګړندی نه شي؟

ده په ځواب کې مشال راډیو ته وویل: ((موږه د اګني پینځم ازموینه د خپلې دفاع له پاره کړې ده او دا ځکه چې د اګني پینځم توغندي جوړول د هند د خپل امنیت په ګټه وو. نو زه فکر نه کوم چې پاکستان یا کوم بل هیواد به هم میزایل جوړ کړي او [یا یې هم ځکه] ازموینه وکړي چې هند کړې ده؛ او یا هند دا ځکه جوړ کړ چې [له] بل کوم هیواد سره دا ډول وسلې نشته. نو زما په فکر دې تجربې ته په دې نظر نه دي کتل په کار.))

هدف چین دی

که څه هم تانګل په ښکاره د دې له ویلو ډډه وکړه چې د دې توغندي د ازموینې هدف په سیمه کې کوم هیواد دی، خو په نوي ډیلي کې د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د بهرنیو چارو د څانګې مرستیالې ایډیټرې آرتي ټیکو سینګ مشال راډیو ته وویل، د اګني پینځم توغندي د هدف واټن ۵۰۰۰ کیلومیټره دی، نو دا ښکاره ثبوت دی چې د دې هدف به چین وي.

دې وویل، تر کومې چې په سیمه کې د وسلو د زغل خبره ده نو هغه په سیمه کې وار له مخه شته:

((په برصغیر کې د وسلو زغل وار له مخه موجود دی. چین له هنده د وسلو په جوړولو کې ډېر مخکې دی، له چین سره له یوې لویې وچې تر بلې هغې [هدف ویشتونکي توغندي] له هنده ډېر پیاوړي او تر ډېرې فاصلې پورې [نښه] ویشتای شي. او په پوځي توګه چین له پاکستان و هنده زیات پیاوړی دی؛ او بله دا چې د پاکستان و هند تر منځ د وسلو مقابله له ډېرې مودې راهیسې روانه ده. نو زما په نظر، د هند له پلوه د اګني پینځم ازموینه به په سیمه کې د وسلو څه نوی زغل شروع نه کړي.))

د هند د اګني پینځم میزایل د ازموینې په اړه تر دې مهاله پاکستان خپل دریځ نه دې په ډاګه کړی خو تر دې مخکې پاکستان د ابدالي، غوري، حتف، نصر او شاهین په نوم د بیلېسټیک میزایلو ازموینې کړې دي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کار پوهه عایشه صدیقه هم په دې نظر ده چې د هند د اګني میزایل د ازموینې هدف پاکستان نه،بلکې چین دی:

((دا چې هند کومه د میزایل ازموینه کړې ده نو دا ځکه چې په چین کې دننه تر ډېرې فاصلې پورې هدف په نښه کړل شي. او تر کومه پورې چې د پاکستان خبره ده، نو له هند سره هغه میزایل، ټیکنالوژي او وسیلې شته چې په پاکستان کې دننه پر هدفونه په نښه کړي. نو د هند لخوا دا اوسنۍ ازموینه د پاکستان له پاره نه ده. تر کومې چې د پاکستان خبره ده، نو هغوی په دې اړه له ډېرې مودې راهیسې کار کوي. او تازه رپورټونه دا دي چې په ټوله نړۍ کې چې له پاکستان سره کومه اټومي وسله ده، هغه په تکنیکي توګه ډېره جدیده ده.))

د رپورټونو ترمخې، پاکستان په وسلو جوړولو، دوه نیم اربه روپۍ له کالني حساب سره لګوي. او هند په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی هیواد دی چې وسله اخلي.

آرتي ټیکو سینګ وايي چې که څه هم دا دواړه هیوادونه په وسلو جوړولو اربونه ډالره لګوي، خو اوس هم په دواړه هیوادونو کې داسې خلک شته چې د لوږې له لاسه مري.
XS
SM
MD
LG