په افغان پلازمېنه کابل کې د امریکا سفیر وایي، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د تېرې یکشنبې ورځې (د اپرېل د ۱۵مې) ډله ییزې حملې په پاکستان کې دننه پلان شوې وې.
راین کراکر د اپرېل په ۱۹مه، په کابل کې خبریالانو ته وویل، وروستۍ ډله ییزې حملې په میرانشا کې پلان شوې وې او حمله کوونکي یې د حقاني شبکې کسان وو.
((د دې بریدونو له پاره د حقاني شبکې [وسله وال] پړ دي. موږ پوهېږو چې دا بریدونه چېرې پلان شوي ول. دا په افغانستان کې نه، بلکې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې جوړ شوی وو.))
له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم ویلي وو، چې د یکشنبې ورځې حملې د پاکستان په خاوره کې پلان شوې وې.
په کابل کې د امریکا سفیر د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې افغانستان ته د ترهګرو د راننوتو او په پاکستان کې د وسله والو د پټن ځایونو د له منځه وړلو لپاره ژر اقدام وکړي.
کراکر وویل، په پاکستان کې د وسله والو موجودیت پخپله د پاکستان او د سیمې د هیوادونو له پاره ګواښ دی.