د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام د خپلو ذمه واریو په تر سره کولو کې پاتې راغلی


د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون ويلي، شام د امن منصوبې تر مخېې له ښارونو پوځ او درنې وسلې د لرې کولو ذمه وارۍ په ترسره کولو کې ناکامه شوی.

بان کي مون د شام د حالاتو په اړه يو ليک امنيتي شورا ته ليږدولی او ويلي یې دي، د ملګرو ملتونو څارونکو شمېر دې تر ۳۰۰ لوړه کړي چې د ډز بندۍ څار وکړي.

بلخوا د شام د ملګرو په نامه د ډلې د بهرنیو چارو وزيرانو غونډه د اپرېل په ۱۹مه په پیرس کې کېږي چې په دغه کمزورې ډزبندی به خبرې اترې وکړي.

فرانس وايي، د دې غونډې له لارې د شام ولسمشر بشار الاسد ته سخت پيغام ورکول غواړي، چې د ځيني غربی هيوادونو په وينا، د ډزبندۍ باوجود، د رپورټونو ترمخې امنيتي ځواکونه پر مخالفينو توغندي وروي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې هیلری کلنټن، چې د پيرس په غونډه کې به ګډون کوي، د شام ولسمشر بشار الاسد ته خبرداری ورکړی چې له دوی سره د ځانګړي استازي کوفي عنان د امن پلان په بشپړ توګه عملی کول اخري موقع ده، او که چرې، سرغړونه کوي، نو سختو نتيجو سره به مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG