د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیاني وايي د سیاچین مسله باید هواره شي



پراګ - د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د سیاچین په مسله له هند سره د خبرو اترو ویلي دي.

د اپرېل په ۱۸مه، د سیاچین د ګیاري سیکټر تر سفر وروسته کیاني وویل، له هند سره په سوله ژوند تېرول مهم دي او د دې له پاره په کار ده چې دواړه هیوادونه خپله توجه د ولس خیر ښېګڼې ته ورکړي.

په سیاچین کې لا تر اوسه مرستندویه کارونه روان دي
په سیاچین کې لا تر اوسه مرستندویه کارونه روان دي
د اپرېل په اوومه، د واورې یوه لوی ګټ په سیاچین کې د پاکستاني پوځ یو کیمپ لاندې کړ چې په کې ۱۲۵ سرتېري او ۱۴ حکومتي کار کوونکي ګېر شول.

تر دې وروسته، لا تر اوسه د دې کسانو مړي نه دي را ایستل شوي.

په ۱۹۸۴ز کال کې د هند د سیاچین غرونه ونیول او بیا پاکستان هم دې سیمې ته خپل پوځیان واستول.

سیاچین د نړۍ تر ټولو لوړ، جنګي میدان بلل کېږي.
XS
SM
MD
LG