د لاسرسي ځای

حقاني شبکه بايد په ګډه وځپل شي :امريکا


دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند مارک ټونر خبري غوندې ته وینا پرمهال

دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند مارک ټونر خبري غوندې ته وینا پرمهال



هارون باچا / واشنګټن ډي سي


د امريکا د خارجه وزارت وياند مارک ټونر، چې په واشنګټن کې يې يوې خبري غونډې ته وينا کوله، د دې پښتنې په ځواب کې چې آيا په افغانستان کې شوي وروستي بريدونه حقاني شبکې د دغه هېواد دننه او که د پولې آ پلو په پاکستان کې تنظيم کړي ول، وويل چې لا هم په دغه هکله په واضحه توګه څه نه شي ويیلی.


نوموړي په کابل کې د امريکا په سفارت د تېر کال همدغه ډول بريدونو ته په اشارې، چې د ده په خبره يادې ډلې طرحه کړي ول، زياته کړه چې د وروستيو حملو په اړه افغان چارواکو پلټنې پيل کړي او ژر ده چې زيات معلومات مخ ته راشي.

د يادونې وړ ده چې د تېر کال له دغو بريدونو وروسته د امريکا د پوځ مشرانو او هم د دې هېواد د کانګرس غړو د پاکستان په استخباراتي ادارې آی-ايس-آی له حقاني شبکې سره د مرستو تورونه ولګول، د کومو له منلو چې د پاکستان حکومت انکار وکړ.

ښاغلي ټونر د واشنګټن له خبريالانو سره په خبرو کې د حقاني شبکې په اړه د خپل حکومت د اندېښنو په يادولو وويل چې ياده ډله د پاکستان، افغانستان او هم د امريکا له پاره يو خطر دی او ځکه نو بايد پر ضد يې شريک اقدام وشي.

د امريکا د خارجه وزارت وياند که څه هم د خبري غونډې پر وړاندې د امريکا او پاکستان په اړيکو کې د راغلي کړکېچ يادونه وکړه، خو په عين وخت کې يې د دغه تعلق د بيرته ښه کېدو له امله هيله وښوده.

مارک ټونر وويل دواړو هېوادونو، سره له دې چې په دې وروستيو کې يې اړيکې خرابې پاته شوي، د ترهګرۍ ضد نړيواله مبارزه کې همکارۍ ته دوام ورکړی دی- نوموړي البته د دغه تعاون د لا ډېر پياوړي کولو په خبره ټينګار وکړ.

ښاغلي ټونر دغه راز هوډ څرګند کړ چې له امريکا سره د اړيکو د څرنګوالي په اړه د پاکستان د پارلېمان د بحث تر بشپړېدو وروسته به اوس د ده حکومت له دغې هېواد سره د ترهګرۍ خلاف جنګ او د حقاني شبکې د موضوع په څېر په يو شمېر اهمو مسالو مضبوطې او جدي خبرې وکړي.

راپورونه په عين حال کې د امريکايي او افغان چارواکو دې ادعاوو ته په پام سره چې ګنې په کابل د شويو وروستيو بريدونو تر شا د حقاني شبکې لاس دی، ليکي چې په پاکستان ممکن په خپله خاوره د موجودو ترهګرو پر ضد د کوټلي اقدام له پاره د امريکا له لوري د فشارونو يوه تازه لړۍ پيل شي.

پاکستان په دې لړ کې د امريکا وروستۍ غوښتنې په دې ويلو سره رد کړي چې ګنې په يوه وخت له ترهګرو سره په بيلا بيلو محاذونو جنګېدل به د دې هېواد امنييتي ستونزې نورې هم سېوا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پارلېمان د دې هېواد حکومت ته سپارښتنه کړې چې امريکا ته په قبايیلي سيمو د ډرون بريدونو د ودرولو له پاره ووايي، چې امريکا بيا وار د مخه وييلي چې دغسې کولو ته تياره نه ده.
XS
SM
MD
LG