د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف زرداري دسیاچین څخه لیدنه وکړه


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د شورو په ورځ په سياچين کي د ګياري سېکټر دوره وکړه.


په دې سیمه کې دوې اونۍ وړاندي د پاکستاني پوځ يو شمېر غړي تر واورو لاندي شوي وو.

د ولسمشر د دفتر لخوا په خپره شوې خپر پاڼه کې ويل شوي چې آصف علي زرداري دشورو په ورځ د غرمې په ۱۱ بجې سکردو ته ورسېدو.

وروسته د پاکستان د پوځ د سر لښکر جنرل اشفاق پروېز کياني او نورو پوځي او سياسي چارواکو سره یو ځای نوموړي د ګياري په دوره ولاړ.

ولسمشر ته پر دا مهال د پاکستاني پوځ لخوا د پوځيانو د را ايستلو او د سيمي په اړه معلومات ورکړل شول.

نوموړي د پاکستاني پوځ لخوا د پلټني او ژغورني د عملياتو ستاينه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG