د لاسرسي ځای

تازه خبر

خارغلۍ دخیبر ایجنسۍ له ستونزو ډکه سیمه ده


فرهاد شینواری / خېبر ایجنسي

(خارغلۍ ) دافغانستان پولې سره نزدې د خیبر ایجنسۍ د لنډي کوتل تحصیل لرې پرته غرئیزه سیمه ده چرته چې (پسید خیل)په نوم قبیله استوګنه لري.

دنوموړي کلي وسیدونکي وايي ددوی په کلي کې شل زره کسان ژوند کوي، خو دا چې دوی د ژوند بنیادي سهولتونه نه لري نو له امله یې دوی د یوشمېر ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی وايي، ددوی په کلي کې د صحت کوم مرکز وجود نه لري، داوبو، بريښنا، او د سکولونو او په سکولونو کې د استاذانو د کمبوت سره هم دوی مخامخ دي. دوی همدارنګه د بې روزګارۍ نه هم سر ټکوي.

د خارغلي کلي یو مشر خیر آباد وايي :

(( زموږ ښځې او ماشومان درې کیلو میټره لرې ځي او شل لیټره ډبه په سر اوبه راوړي،او هره ورځ د یولوی مشکل سره مخ کیږي))

د خار غلی سیمې یو بل مشر ملک میر بیا وايي:

(( زمونږ په کلي کې هیڅ قسمه روزګار نیشته،نه کارخانې شته او نه نور څه، بس د تورخم په پوله سامانونه په اوږو اړو او خپلو ماشومانو ته ډوډۍ ګټو.))

د خارغلی یو بل وسیدونکی سید عمر بیا د سکولونو د نیشتوالي شکایت کوي:

(( زمونږ کلي چې کوم سکولونه موجود دي، استاذان ورته نه راځی،بچي موبي تعلیمه ستر شول،هیڅ ورله نه ورځي، چارواکو له پکار دي چې د استاذانو ډیوټي په سکولونو کې یقیني کړي))

د خارغلي سیمې د خلکو د ستونزو په اړه مو چې کله په خیبر ایجنسۍ کې د ترقیاتی کارونو ذمه وار ایډیشنل پولیټیکل ایجنټ سره رابطه اوکړه نو دوی وویل :

(( مونږ به د خیبر ایجنسۍ په راروان ترقیاتی پروګرام (اې ډي پي) کې خارغلۍ هم شاملوو،او په دې سیمه کې به د اوبو،صحت او تعلیم په برخه کې یو شمیر پروژو باندې کار کوو،او د بجلۍ لپاره به ورته د شمسي توانایۍ شیشې ورکوو))

د خارغلی سیمې خلک وايي چې چارواکی دې دوی ته پام لرنه وکړي او دغه ټولې ستونزې دې ورله هوارې کړي.



XS
SM
MD
LG