د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام وايي داوربند لپاره نورو څارونکو ته اړتیا نشته



د شام د بهرنيو چارو وزير وليد معلم وايي چې د ملګرو ملتونو لخوا په شام کې د اوربند لپاره د ۲۵۰ څارونکو شمېر کافي دی او او دنورو د راغوښتلو اړتيا نشته.

نومړي دا خبره تر هغه وروسته کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي سېکرټري بان کې مون ويلي و په شام کې د اوربند د رامنځ ته کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره بايد د ملګرو ملتونو د څار ونکې ډلې مشن پیاوړې شي.

نوموړي ويلي و چې په دغه سیمه کې د اروبند د اوومې ورځې سربېره روانې جګړې ته په کتو سره 250 راغوښتل شوي څارونکي بس نه دي.

بان کي مون وویل ملګرو ملتونو د اروپایی اتحادیی څخه غوښتنه کړې چې د عملیاتو لپاره دې هیلي کاپټر او جهازونه هم ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG