د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپښتونخوا چارواکي :دبنو دزندان پېښه به تکرارنه شي



احمد شاه اعظمي

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير او د صوبايي حکومت وياند ميا افتخار حسېن د روان کال په پېل کي اعلان وکړی چې د صوبې د پوليسو لخوا تر ۶۰۰۰ زيات ترهګر نيول شوي دي او د دوی لپاره به د کوهاټ مرکزي جېل او د لکي مروت سب جېل د حراستي مرکزونو په توګه استعماليږي.


د دې حراستي مرکزونو واک به پوځ ته سپارل کيږي، چې دا ډول يو خوا ته ترهګر له تيښتې څخه راوګرځول شي او بلخوا د هر ډول وسله وال بريد مخه ونيول شي.

خو د تېر اتوار په ورځ د بنو پر مرکزي جېل وسله وال بريد او د ۴۰۰ خوا و شا بنديانو تښتېدلو يو ځل بيا د حکومت پام د ترهګرو لپاره د جدا جيلونو پر لور راګرځولی دی.

دا چې په کوهاټ او لکي مروت کي حراستي مرکزونو ته د نيول شوو ترهګرو د لېږلو کار تر کوم پړاوه رسېدلی دی؟ د خېبر پښتونخوا د قانون وزير ارشد عبدالله وايي:

(( دا ( حراستي مرکزونه ) خو هسې امنیتي ځواکونو ته حواله شوي دي خو تراوسه نویو جیلونو ته د ترهګرو لیږدیدل نه دي پیل شوي. خو په دې باندې کار روان دی. ))

د حراستي مرکزونو د نه شتون په صورت کې د خېبر پښتونخوا حکومت په سلګونو نيول شوي ترهګر په کوم ځای کې ساتلي او په حراست کي د دوی د ساتلو لپاره څه تدابير نيول شوي دي؟ ارشد عبدالله زياتوي:

(( کوم خلک چې د پېښور ، هري پور یا نورو زندانونو کې وي نو هغه خو به هلته وي، خو د سوات بندیان لیږدول کیدای شي. امنیتي ځواکونو مونږ نه د کوهاټ او لکي مروت زندانونه غوښتي دي، خو زمونږ هڅه دا وي چې کوم ترهګر کوم ځای کې ونیول شو هملته عدالت ته وړاندې شي. ))


داچي د ترهګرو لپاره د ځانګړو جېلونو د امنيت چارې د پوليس پر ځای پوځ ته ولي ورکول کيږي؟ د خېبر پښتونخوا د پوليسو پخوانی مشر ملک نويد په دې نظر دی چې د جېل دننه واک به له پوليس سره هم وي خو پوځ د لا ټينګ امنيت لپاره د جېل دباندې خپله ځانګړې ډله يا يونټ ځای په ځای کولای شي:

(( د زندانونو داخلي امنیت به د پولیسو سره وي، بهرنی امنیت او واک به یې د پوځ سره وي. څو د بنو په شان بریدونو مخه ونیول شي. ))

ملک نويد زياتوي، د ترهګرو لپاره ځانګړي جېلونه که له قبايلي سيمو څخه ليري په ښاري سيمو کي جوړ کړل شي نو ډېر اغېز به ولري:

(( زما خیال دی چې داکار وشي نو دا به ډیر ګټور وي، چې بنو کې کوم برید وشو دا بیا تکرار نه شي. ))

د خېبر پښتونخوا د قانون د وزير ارشد عبدالله په خبره د بنو تر پيښې وروسته د خېبر پښتونخوا په ټولو جېلونو کې سخت امنيتي ګامونه پورته کړل شوي دي او د دا ډول پيښو د تکرار امکان نه ليدل کيږي.

که څه هم د خېبر پښتونخوا حکومت وار د مخه لا د نيول شوو ترهګرو لپاره د ځانګړو جېلونو په اړه ګامونه پورته کړي ول خو د بنو پر مرکزي جېل تر وسله وال بريد وروسته يې دا هڅې نوري هم ګړندۍ کړي دي او هوډ لري چې نور به ترهګر له عامو بنديانو سره يو ځای نه ساتل کيږي.
XS
SM
MD
LG