د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان:یو قوماندان پولیسو نه دخپل سر پیسې غواړي


دافغان طالبانو دمشر ملاعمر انځور
دافغان طالبانو دمشر ملاعمر انځور
سرچینه : واشنګټن پوسټ
ژباړه : منورشا

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو رپورټ کې راغلي، په افغانستان کې ځينې وخت دوسله والو طالبانو د مشرانو د نیولو لپاره ډېر وسایل او مشکل عملیات پکار وي، خو تېره هفته دافغانستان په ختیځ کې ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره دیو څيز اړتیا هم ونه شوه.

پکتیا ولایت کې د محمد اسحان په نامه د طالبانو د منځنۍ درجې یو قوماندان پخپله د پولیسو یوې پوستې ته سره دهغه پوسټر ه ورغې چې دده تصویر پرې لګیدلی و، او په معلوماتو ورکولو یې د سل ډالرو انعام ایښودل شوې وو. نوموړي د پولیسو نه د خپل سر ددغوپیسو دانعام غوښتنه وکړه.

ورځپاڼه لیکي افغان چارواکي د محمد اسحان په دې ګام سخت حېرانه شول او هغه یې په موقع یې ونیولو.

نوموړي باندې په افغان ځواکونو د دوو بریدونو د منصوبې جوړولو شک کیږي، او دهمدغو جرمونو له وجې په سیمه کې د اسحان په سوونو پوسټرې لګول شوې وې چې پکې د هغه نوم او تصویر ورکړی شوی و، اوهغه په دې توګه مطلوب وګړی ګرځول شوی و.

په رپورټ کې راغلي، دامریکايي چارواکو په دې یقین نه کیده چې یو تن دې د خپل سرد انعام اخیستلو لپاره پخپله پولیسو ته ورشي .

یو امریکايي پوځي چارواکی( مېتیو بېکر) وايي دوی د اسحان نه تپوس اوکړو چې ته په رشتیا هم دغه مطلوب سړی یې؟ نو هغه ورته ښه په جوش سره وویل:

(( هو هم دغه زه یم، اوس ماله دغه سل ډالره انعام راکوئ، که نه ؟ او وروسته چې چارواکو دهغه نه ګوتې ولګولې او معاینه یې وکړه نو معلومه شوه چې دا سړی رښتیا هم محمد اسحان دی.

چارواکي زیاتوي ، ښکاري داسې چې دا تن په امریکايي اصطلاح کې دوسله والو یوازې شوی داړه مار کقوماندان په شان دی.

ورځپاڼه لیکي چې افغانستان کې نېټو ځواکونه اکثره وخت د مطلوبو کسانو دلټې لپاره دا ډول پوسټرې لګوي، خو دومره نیغ په نیغه نتیجه یې ډېره کمه مخې ته راځي، ځکه چې د نارامه پکتیا ولایت په ډول سیمو کې خلک دیاغیانو نه ویریږي او دهغوی په اړه د معلوماتو دورکولو ته غاړه نه ږدي.

بل پلو وسله وال قوماندانان هم ښارونو ته ډېر کم مخه کوي،ځکه چې هلته ورپسې تود لټون روان وي.

درپورټ په اخري برخه کې راغلي، چارواکي د محمد اسحان د نیولو ددې حیرانونکي تفصیل په اړه دا نظر لري چې یاغيان مایوسه شوي دي، د وسایلو د کمي سره مخامخ خو دا خبره یوازې د اسحان د نیولو دپیښې په بنیاد کیږي.
XS
SM
MD
LG