د لاسرسي ځای

افغانستان:دککړو اوبوپه څښلو ۱۵۰ جونې ناجوړې شوي



افغان چارواکي وایي، د افغانستان په شمال کې په یو سکول کې یو نیم سل جینکۍ د ککړو اوبودڅښلوله امله ناجوړه شوي دي .


په تخار ولایت کې د تعلیم د څانګې ویاند جان محمد نبي زاده وايي ددې پېښې ترشا هغه کسان لاس لري چې د جینکو د ذدکړو خلاف دي.

طبي چارواکي وایي دککړو اوبو د څښلو له امله یو نیم سل جینکو باندې سردردی راغلی و ، او الټیانې ( کانګې ) یې کولې. په دوی کې ځیني تر درملنې وروسته بیرته خپلو کورونو ته ستنې شوي دي.

بل پلو، یو سیمه ایز طالب قوماندان رسنیو ته ویلي چې دوی ددې پېښې ترشا لاس نه لري او دوی ماشومان نه په نخښه کوي.

خو په دوه زره یو کال کې د امریکا له خوا د طالبانو د حکومت د رانسکوریدو نه وړاندې به طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال نجونو ته دا اجازه نه ورکوله چې ښونځویو ته دې لاړې شي.
XS
SM
MD
LG