د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی:امریکا دې لیکلي راکړي چې څومره پیسې به راکوي


افغان ولس مشر حامد کرزی
افغان ولس مشر حامد کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزي د نهې په ورځ ویلي چې په 2014م کال کې د هیواد نه د امریکایی ځواکونو تر وتلو وروسته به یی حکومت ته هر کال د امریکا لخوا لږ تر لږه دوه بلیونه ډالرو ته اړتیا وي.

په کابل کې دخبرو پرمهال، نوموړي وویل، امریکا ته پکار دي داخبره واضحه کړي چې د کابل او واشنګټن تر مینځ ستراتیژیک تړون چې پرې خبرې کیږي تر مخه به یی افغانستان سره څومره مالي مرسته کیږي ؟

کرزي زیاته کړه :

(( دوی وايي ، پیسې درکوو، په دې کې شک نشته چې راکوي یې، خو دوی وايي په قرارداد کې مقدار نه لیکو، موږ ورته وایو نه لږې پیسې راکړئ خو ویې لیکئ راته ))

افغان حکومت د تړون لاسلیک کولو په مد کې په امریکا له اول نه دوه شرطونه منلي دي، چې د افغان زندانونو پوره کنټرول او د شپې مهال چاپې به افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.

واشنګټن او کابل هیله من دي ،چې دغه تړون چې په 2014م کال کې د ځواکونو د وتلو وروسته به د دوی د اړیکو په اړه وي ، په راتلونکې مئي کې په شکاګو کې د نیټو د غونډې نه وړاندې لاسلیک شي.

بل پلوکرزي طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د دوی بریدونو سره به یوازې په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو د موجودیت موده و غزیږي.


XS
SM
MD
LG