د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو زندان څنګه مات شو؟ تازه معلومات مخې ته راغلي


دبنو د مات کړی شوي زندان مخې ته پولیس والا ولاړ دي
دبنو د مات کړی شوي زندان مخې ته پولیس والا ولاړ دي

سرچینې : AFP او ډیلي بیسټ
ژباړه : نجیب عامر

د فرانسې خبري اژانس په یو راپور کې لیکي چې دپاکستان استخباراتي ادارې درې میاشتې وړاندې د پښتونخوا حکومت ته پټ معلومات ورکړي وو چې د بنو په زندان برید کیدای شي.


اژانس لیکي د دوه زره دولسم کال د جنورۍ په پنځمه نیټه چې د استخباراتي ادارې له خوا د پښتونخوا حکومت ته د ویښ بیدار وسیدو په اړه کوم لیک لیږل شوی و ، د هغې یوه کاپي دوی هم ترلاسه کړې ده.

په دغه لیک کې لیکل شوي وو چې اورپکي د بنو په زندان ، په کوهاټ کې د هوايي ځواکونو په مرکز او د کوهاټ په پوځي چاوڼۍ او د پولیسو په مرکز برید کولی شي.

دپاکستان د استخباراتي ادارې یو مامور د نوم د پټ ساتلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي د بنو په زندان کې د څلورو سوو بندیانو په منځ کې یوازینی لوی مجرم عدنان رشید و چې پر پخواني پوځي ولس مشر پرویز مشرف پر برید کولو تورن دی. دغه کس زیاتوي، کله چې د بنو زندان اورپکو مات کړو نو هغوی د عدنان رشید نومپه لوړاوازاخیستوچې ټولو اوریدو.

داستخباراتو یو بل مامور هم په هم دې شرط چې نوم به یې چاته نه ښودل کیږي AFP ته ویلي په بنو زندان د داسې برید د ترسره کیدو ټیلي فوني مکالمه هم دوی ترلاسه کړې وه، خو دا نه وه معلومه چې برید به کله ترسره کیږي.

بل پلو ډیلي بیسټ هم دې موضوع ته په کتنې کولو سره لیکي چې تحریک طالبان پاکستان په هغه شپه د یو منظم پلان د لاندې د عدنان رشید او د نورو قیدیانو د خلاصولو په موخه دا برید ترسره کړی و.

په دې برید کې په درنو او سپکو وسلو سنبال د سلو نه زیاتو طالب وسله والو برخه اخیستې وه. د عطا الله په نوم یو وسله وال ډیلي بیسټ ته ویلي، په هغه شپه ورته خپل قوماندان زنګ وواهه او ورته یې وویل چې د یو جنګ لپاره دې تیاری ونیسي.

کله چې عطاالله د خپل قوماندان نه پوښتنه کوي چې ددوی هدف کوم ځای دی نو ورته ویل کیږي (( مونږ یو واده ته روان یو ، او ناوې کور ته راولو . ))

عطالله د خپلو لسګونو نورو ملګرو سره په څلورو ساعتونو کې د میرعلي نه بنو ته په داسې حال کې رسیږي چې دامنیتي ځواکونو له خوا یې هیڅ ډول مخ نیوی نه کیږي. دوی د شپې په یوه نیمه بجه د بنو په زندان برید پیلوي، د زندان دروازه په توغندیو او لاسي بمونو الوزوي او دننه داخلیږي. يو تښتیدلي قیدي ډیلي بیسټ ته ویلي بریدکونکوو اوازونه کول ( عدنان رشیده ته چیرې یې ؟ )

او په دې توګه زندان ماتیږي او څلورسوه قیدیان چې عدنان رشید او شل نور خطرناک مجرمین هم پکې شامل دي ، په تیښته بریالي کیږي.

ډیلي بیسټ لیکي یو افغان ډیپلومیټ دوی ته ویلي په بنو کې د ISI د خوښې بغیر مرغۍ هم الوتی نه شي نوداڅنګه ممکنه ده چې له بارودو او وسله والو ډک ګاډي له شمالي وزیرستانه بنو ته راځي ، زندان ماتوي او بیرته خوندي ستنیږي.

دغه کس د نوم د نه ښودلو په شرط ډیلي بیسټ ته ویلي، زه باورلرم چې پاکستي چارواکو به د بنو زندان قیدیانو ته ویلي وي چې په دې شرط مو خوشې کوو چې دپولې واوړئ او په افغانستان کې د افغان او نړیوالو ځواکونو خلاف وجنګیږئ.

خو د فرانسې خبري اژانس بیا لیکي چې دخیبر پښتونخوا چارواکو د بنو د زندان د ماتیدو پر سر څلور لوړ پوړي چارواکي له دندې لري کړي دي او دصوبې د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي چې دا پېښه د استخباراتي چارواکو د ناکامۍ له امله مخې ته راغلې ده.
XS
SM
MD
LG