د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خانوزۍ کې لېک لوست ولې زیات دی



د کوټې شمال ختیځ لور ته په شاوخوا څلوېښت کیلومیتره کې پرته سیمه خانوزۍ چې سل په سله پکې پښتانه اوسېږي. د تعلیم شرح يې په بلوچستان صوبه کې تر ټولو ښه یادېږي.

په یاده سیمه کې شاوخوا سل کاله وړاندي ددې سیمې يو مشر چې د عبدالعلي اخوندزاده په نامه يادېده، په لومړي ځل يو ښوونځی خلاص کړ. په هغه وخت کې چې ددې سیمې په پښتنو کې تعلیم ته ښه نظر نه کتل کېده، عبدالعلي اخوندزاده پکې لومړی د خپل کور ماشومان داخل کړه.

د دغه سیمې خلک وایي ښځو او سړو یي یو شان زدکړې تر لاسه کړي دي.


د خانوزۍ د تعلیم په صورتحال د کرښې پر غاړه کې خبرې کوو، په دې پروګرام کې موږ سره قطب تابان چې د مولانه عبدالعلي اخوندزاده کړوسۍ دې، د خانوزۍد لېویز یو رسالدار عبدالحنان کاکړ ، د مشال همکار او هنرمند امان الله ناصر ، د خانوزۍ د نجونو د سرکاري کالج یوه استاذه ناهید پانیزۍ، د دغه سیمې د صحت د څانګې یوه کارکونکې صدیقه پانېزۍ مېلمانه دي.

کوربه د مشال همکار عبدالحۍ کاکړ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG