د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ټاکلي وخت وړاندي به له افغانستانه ووځي:اسټراليا



ژباړه: احمد شاه عظمي، مشال راډیو

سرچینه: واشنګټن پوسټ

پراګ - د اسټراليا وزيراعظمې ويلي چې ځواکونه به يې تر ټاکلي وخت وړاندي له افغانستانه ووځي. د وزيراعظمي جوليا ګېرالډ دا بيان تر هغه وروسته راغلی چي د اپرېل پر ۱۵مه نېټه د افغانستان په بېلا بيلو ښارونو کي وسله والو طالبانو بريدونه وکړه.

امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي، اسټراليا تمه لري چې خپل زياتره ځواکونه تر ټاکل شوي وخت يو کال وړاندي له افغانستانه وباسي. دا اعلان داآسټراليا وزيراعظمې جوليا ګېرالډ د نهي په ورځ وکړ چې زياته يې کړه، داسټراليا پوځ نږدې خپل ټول امنيتي کارونه سر ته رسولي او د لس کاله تر جنګ وروسته به د امنيت واک افغان ځواکونو ته سپاري. ګېرالډ په سرښار کېنبرا کي داسټراليا د سټراټيجيک پاليسۍ ادارې ته د وينا پر مهال وويل، ((دا يو بامقصده جنګ دی او دا جنګ پای لري. موږ يو سټراټيجي لرو، يو هدف لرو او د هغه د لاسته راوړلو لپاره کار کوو))

بلخوا د اپوزيشن يو غړي د دې اعلان په هکله نظر څرګند کړی چي مېرمن ګېرالډ دا اعلان تر پارليماني انتخاباتو وړاندي د هغو خلکو د رای ګټلو لپاره کړی چي له جنګه تنګ دي.

اسټراليا دا وخت په افغانستان کي ۱۵۰۰ عسکر لري چې د ناټو د غړيو هيوادو پرته يې شمېر تر نور هر بل هيواد زيات دی. د دې عسکرو بنيادي مقصد د افغان ملي اردو يوه لويه ډله روزل دي چې وروسته د روزګان ولايت امنيتي چارې پخپله غاړه واخلي.

اسټراليا پلان درلودی چې خپل ځواکونه د ۲۰۱۴م کال تر پايه له افغانستانه وباسي خو مېرمن ګېرالډ د خپلو ځواکونو د دندي په سر ته رسېدو اشاره وکړه چې د روان کال له نومبر څخه به د خپلو ځواکونو په ايستلو پېل وکړي. ګېرالډ زياته کړه، هغه تمه لري چې افغان ولسمشر حامد کرزی په راتلونکو څو مياشتو کي افغان ځواکونو ته د روزګان او نورو ولايتونو د امنيتي چارو د سپارلو اعلان وکړي. تر اعلان وروسته به دا بهير له ۱۲ مياشتو څخه تر ۱۸ مياشتو پوري وخت ونيسي. دغه مهال وېش ته په کتو سره به د اسټراليا زياتره پوځيان د ۲۰۱۳م کال تر پايه له افغانستانه ووځي.

مېرمن ګېرالډ پر مخ وويل،اسټراليا به پر دې غور کوي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته د خپل ځانګړي ځواک ځيني پوځيان په افغانستان کي پريږدي او له افغان ځواکونو سره به مالي مرسته کوي. نوموړې وويل، هغه به په شکاګو کي د ناټو د غړو هيوادونو د مشرانو د غونډي پر مهال له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د همکارۍ لوظنامه لاس ليکوي.
XS
SM
MD
LG