د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ختمولو لپاره به په ګډه کار کوو:کلنټن


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د ترهرګرۍ د ختمولو لپاره د افغانستان امریکااو پاکستان په ګډې همکارۍ ټنیګار وکړ.

برازیل کی خبریالانو ته د وینا پر مهال هیلري کلنټن وویل چی هغی دا څرګندونې په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د وروستیو بریدونو په هکله له خپلې پاکستانۍ سیالي حنا رباني کهر سره په ټیلیفون کړې دي.

میرمن کلنټن، رباني کهر ته ویلي، دا د واشنګټن ، کابل او اسلام اباد ګډ مسوولیت دی چې د وروستیو پیښو په شان د سخت دریځو د بریدونو مخه ونیسې او هغوي وځپي.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیری حنا ربانی کهر سره امریکايی سفیر کیمرون منټر ملاقات کړی او د خارجه دفتر لخوا جاری کړی شوې خبرپاڼې تر مخه په دی ملاقات کی د امریکا او د ناټو په اړه د پارلیمان په سپارښتونو ،د سیمی په سلامتیا او په نورو مهمو چارو خبری شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG