د لاسرسي ځای

شام دې د ملګرو ملتونو څارونکي پریږدي


د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون وایي، دا د شام د حکومت مسوولیت دی چې د ملګرو ملتونو څارونکي پریږدي چې هر لور ته ازاد لاړ شي. د ملګرو ملتو دا څارونکي به د سوریې دننه ماتیدونکی اوربند څاري.
بان کي مون دا اوربند ډیر ماتیدونکی وباله، خو څرګنده یې کړه، دا مهمه ده چې اوربند او سیاسي خبرې وشي.
بان کي مون دا هم وویل چې اپوزیشن ډلې دې هم بشپړه مرسته وکړي.
د ملګرو ملتو د شپږو څارونکو یوه ډله د یکشنبې په ورځ دمشق ته ورسیده.
XS
SM
MD
LG