د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړیوال بینک نوی مشر وټاکل شو



د نړیوال بینک مشرانو امریکايي ډاکتر جیم یونګ کیم چې کوریايی نژاد دی ، د دغه بینک د نوي مشر په توګه اعلان کړ.

نوموړی د لویدیځې اروپا د هیوادونو ،جاپان ،کاناډا او روس په ملاتړ د نړیوال بنک مشر شو.
له ۱۹۴۴ م کال راهیسې له کله نه چې نړیوال بینک جوړ شو د ریاست چارې يې د امریکایانو پر غاړه دي خو په دې وروستیو کې د مخ په وده اقتصاد لرونکو هیوادونو لخوا په دې برخه کې غوښتنې او فشارونه زیات شوې دي.

جیم یونګ کیم به د راتلونکې جولاې میاشت په لومړنۍ نیټه د نړیوال بانک د مشر په توګه خپله پینځه کلنه دوره پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG