د لاسرسي ځای

د جاسوسۍ په تور د اعدام په سزا محکوم شوی ایرانې نژاد دې وبخښل شي



د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر له ایرانه غوښتي چې د جاسوسۍ په تور د اعدام په سزا محکوم شوی ایرانې نژاد کاناډايی وبخښي.

جون بئیرډ په یوې اعلامیه کې ویلي هیواد يې ژوره اندیښنه لري چې کیدای شي ۴۲ کلن حمید قاسمي شال په نژدې وخت کې په اعدام شي.

نوموړی په ۲۰۰۹م کال کې د جاسوسۍ په تور ایراني چارواکو نیولی وو او وروسته بیا ورته د اعدام سزا واورول شوه.

حمید قاسمي په ایران کې د ۱۹۷۹م کال له اسلامي انقلاب وروسته کاناډا ته تللې وو خو د ایران حکومت د هغه دوه ګونې تابعیت نه مني.
XS
SM
MD
LG