د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل بریدونو د امریکا او پاکستان پر اړیکو اغیز



ژباړه:منور شاه
سرچینه: ایسو شي ایټډ پریس

پراګ - د ایسو شي ایټډ پریس په یو رپوټ کې راغلي په کابل کې د وسله والو طالبانو لخوا د ورستیو بریدونو په نتیجه کې ممکنه ده، د پاکستان او امریکا تعلقات چې دوړاندې نه د کړکیچ ښکار دي لا پسې نور خراب شي. ځکه چې افغان چارواکي وايي ددغه بریدونو ترشاه حقاني وسله واله ډله لاس لري. اوحقاني ډله دپاکستان په قبایلي سیمو کې مېشت ده چې امریکا د پاکستان نه په وار وار د یادې شوې ډلې خلاف ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې خو پاکستان یې نه مني او وايي په یو وخت په بیلا بیلو برخو کې پوځي املیات ممکن نه دي.

د کابل بریدونو د امریکا او پاکستان پر اړیکو اغیز

دا رپوټ وايي د کابل ددې ورستیو پیښو نه پس ممکنه ده چې امریکا به د پاکستان نه په سختو ټکو کې دوسله والو ډلو پر ضد د کاروايي کولو غوښتنه په داسې حال کې وکړي چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کې اوبامه انتظامیه په یوشمېر نورو برخو کې هم د پاکستان مرستو ته اړتیا لري، چې پکې افغانستان کې میشت امریکايي او نیټو ځواکونو لپاره د رسد لاره خلاصول تر ټولو مهمه ده. او هم له دې وجې امریکا هڅه کوي، چې ددې هېواد سره خپل تعلقات ښه کړي.

افغان چارواکي وايي دکابل پشمول دهېواد نورو برخو کې دمنظمه برید کونکو یو وسله وال یې ژوندی نیولې چې وايي دا کاروايي حقاني ډلې تر سره کړې ده.

د پاکستان اسخباراتي ادارې د حقاني ډلې ملاتړ کوي

بلخوا د پاکستان په استخباراتي ادارو دا تورهم دی چې د یادې شوې ډلې سره تړاو لري خو ایسو شیټیډ پریس ته د ای ایس ای یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دغه تورونه بې بنیاده دي. او زیاته کړې یې ده، چې کله هم څه پیښه رامنځ ته کیږي، بې له څه مالوماتو او ثبوتونو یې تور په پاکستان لګول کیږي.

دا رپورټ لیکي که دکابل په دې تازه بریدونو کې د حقاني ډلې لاس لرل ثابت شي، نو دې سره به اوبامه انتظامیه د مسلې سره مخامخ کیږي.

یوې خواته به کانګریس او حکومت مخالفه ریپبلیکن ګوند په صدر اوبامه د پاکستان خلاف فشار اچوي او بلې خوا ته امریکا د نیټو سپلايي بحال کولو او افغانستان کې د طالبانو سره دجوړ جاړي دعمل لپاره د پاکستان مرستو ته ضرورت لري. ددې ترڅنګ پاکستان د ډرون بریدونو مخالفت کوي او امریکا ددغه بریدونو بندولو ته تیاره نه ده چې له وجې یې دا تعلق ډیر کړکیچن کړې.

درپوټ ترمخه پاکستان او امریکا د ۱۹۸۰م په لسیزه کې افغانستان کې دشوروي یرغل خلاف د یو شمیر وسله والو ډلو سره مرستې کړې وې، چې حقاني نیټ ورک هم پکې شامل وو. حقاني وسله واله ډله دامهال د طالبانو سره په ګډه د ملا عمر په مشرۍ کې افغانستان کې د امریکايي او نېټو ځواکونو خلاف جنګیږي.

د ایسو شیټیډ پریس دا رپوټ په افغانستان کې د نېټو ځواکونو د ویاند کرنل جِمي کمینګ د خولې لیکي که څه هم په دې بریدونو کې د حقاني ډلې د لاس لرلو امکان شته خو په دې حقله په یقیني توګه څه ویل به د وخت نه وړاندې خبره وي.
XS
SM
MD
LG