د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د امن لوظنامې سرغړونه کیږي


ژباړه: ګل ایاز
سرچینه: واشنګتن پوسټ

واشنګتن پوسټ ورځپاڼه ليکي د شام لپاره د ملګرو ملتونو څارونکو په دمشق کې دفتر پرانستلی او له دي ځاي څخه حکومت او مخاليفينو سره د جوړ جاړي خبري کوي چې دا هيواد له نور ګډ وډي څخه خوندي کړي.

د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د تير خالي په ورځ د يو قرارداد د لاري په شام کې د ډز بندۍ د څار لپاره د څارونکو د ليږلو منظوري ورکړي وه.

خو ورځپاڼه ليکي، د يو شمير رپورټونو ترمخه امنيتي ځواکونو او د ولسمشر بشر السد مخاليفينو د ډز بندۍ د پريکړي نه سرغړونې کړي چې نتيجه کې يې ۱۲ کسان وژلي شوي، او دا مشن يې مبهم کړی.

ورځپاڼه ليکي دا څارونکي به د ملګرو ملتونو او د عرب ليګ ځانګړي استاذي کوفی عنان د شپږ نکاتی امن پلان په بشپړ توګه د عملی کولو څار کوی. د ښاغلي عنان وياند وايي ((د څاورنکي ډلي مشری د مراکش کرنل احمد هيمچی کوي او راروان څو ورځو کې به ۲۵ نور څارونکي دي هيواد ته لاړ شي))

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو لپاره د امريکا سفيري سوزان رايس د خولي ليکلي ((دوي په تشدد پيښو اندښمن دي، داسي ښکاري چې حکومت لخوا تشدد روان دي))

نوموړې زياته کړه ((که چیري د تشدد پيښي دوام لری نو د څاورنکي د لږلو په اړه پوښتني راپورته کيدای شي))
ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د عمومی مشر بان کې مون، چې په برسلز کې يې خبريالانو سره خبري کولي، د خولي ليکلي ‌((که څه هم ډز بندي ډير نازکه ده، خو دا خبره ضروری ده چې د حکومت او د مخاليفينو ترمنيځ سياسي خبري اتري وشي))
ښاغلي بان کې مون زياته کړه ((يو ډز او یا غير ارادي فعل دي نازک پروسې ته ځيان رسولي شي، او بايد دواړه خواوې د استقامت نه کار واخلي))

ورځپاڼې د نړيوال کړکيچ اداري څيړونکي پيټر هارلنګ په وينا اندښنه ښودلي چې کيدای شي حکومت مخاليفين بريدونه وکړي او امنيتي ځواکونه پر مظاهرچيانو درنه وسله استعمالولی شي.

هارلنګ وايي ((په مخاليفينو کې دننه هم په دي پروسي ډيري اندښني موجودي دي. د ۱۳ مياشتو راهیسې جګړې کې د دواړو خواوو نه تشدد زيات شوی))

ورځپاڼه ليکي د شام پر حالاتو نظر ساتونکي د بشري حقونو اداره وايي چې ادليب ښار کې ۱۲ ولسي کسان وژل شوي دي، او په حمص ښار کې توغندي ورول شوي دي.
په پيښو کې امنيتي سرتيري هم وژل شوي خو ازادو سرچينو د دي پيښو تصديق نه دی کړې.
XS
SM
MD
LG