د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوروزمنګل وايي،دافغانستان دکرکټ راتلونکی روښانه دی


دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل
دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل


نوروز منګل دافغانستان د کرکټ دلوبډلې کپتان، د خوست ولایت دموساخيلو ولسوالۍ وسیدونکی او په قوم منګل دی. نوموړی په نولس سوه څلور اتیا کال کې په کابل کې زیږیدلی، خو لاوړوکی و چې په افغانستان کې د جنګونو له امله ددوی کورنۍ اړشوه چې پېښور ته کډه وکړي.



نوروز منګل خپل وړوکوالی په پېښور کې تیر کړی او د کوهاټ روډ بډه بیرې په ( عبدالله ابن عباس ) مدرسه کې یې تر نهم جوماته ذدکړې کړي. خو بیا وروسته د اقتصادي ستونزو له امله ترې تعلیمي سلسله نیمګړې پاتې شوه. دده پلار یو دوکان لرلو ، ده به ورسره کومک کولو.

خو د کرکټ سره یې شوق و ، نو ځکه ، ده به ، مازیګر مهال د بډه بیرې په میدانونو کې د ځايي هلکانو سره په نرم ( ټینس بال ) باندې لوبې کولې. ده تر ډیرو کلونو په پېښور کې کرکټ وکړو، بیا وروسته دوی په دوه زره پنځم کال کې افغانستان ته د خپلې کورنۍ سره ستانه شول.

نوروز منګل په سخت ( هارډ بال ) باندې لوبه په افغانستان کې د خوست د ټیم سره پیل کړې وه خو ډیر زر د خپل لیاقت د مخې یې دافغانستان په ملي ټیم کې ځای وموندلو او د کپتانۍ دنده هم ورکړل شوه.

نوروز منګل دادب، کولتور او موسیقۍ سره هم ډیره مینه لري او د ډیرو شاعرانو شعرونه او د هنرمندانو سندرې یې خو ښیږي.

نوموړي واده کړی، څلور ماشومان لري او د خپل کورني ژوند نه خوشاله معلومیږي، دی بله کومه حکومتي یا شخصي وظیفه نه لري خو په ټوله مانا یې خپله توجه دکرکټ په لوري اړولې ده.

دافغانستان د کرکټ د ټیم کپتان نوروز منګل سره د نجیب عامر او د کرکټ د مینه والو بنډار دلته اوریدلای شئ .
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:47:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG