د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جمرود کې د کرکټ اکېډمي جوړه شوې



فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی -
د خیبر قبایلی سیمې په جمرود لوبو میدان کې د راشد لطیف په نامه د کرکټ اکیډیمی جوړه شوې ده،چې ځائې لوبغاړو ته په کې د کرکټ تربیت ورکول کیږی.

د دغې اکیډیمۍ سنبالونکی وائې چې په خیبر سیمه کې د کرکټ ډیر صلاحیت موجود دۍ نو ځکه د پاکستان قامی کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او کوچ راشد لطیف پکې دغه اکیډیمی جوړه کړه.

د دوی په وینا، اوس په دې اکیډیمۍ کې خوا وشا څلویښت ځوانان د کرکټ لوبه ذده کوی،او د خپلو صلاحیتونو د لا مخکې راوړو هڅه کوی،د دغې اکیډیمۍ یو غړۍ شادمان آپریدۍ مشال ریډیو ته وائې چې (( اوس مې لوبه ډیره خه شوې ده،په دې کې ئې راته څلور وکټې لګولې دی، او شاهد آپریدۍ مې د خوښې لوبغاړۍ دۍ))

د راشد لطیف کرکټ اکیډیمې یو بالر ندیم آپریدۍ وائې چې(( دلته د تربیت اخیستو وروستو دوی په یو شمیر ټورنمټونو کې خه کارکردګی کړې ده))

د خیبر کرکټ ایسوسی ایشن صدر او د دې اکیډیمۍ سنبالونکۍ نعمت آپریدۍ وائې چې((دوی په دې اکیډیمۍ کې لوبغاړو ته نوی بالونه،بیټونه،او وردی ورکوی،او څلور پچونه ئې هم ورته جوړ کړی دی،او د چا نه پکې څه فیس هم نه اخلی،او ډیر په آسانۍ سره پکې لوبغاړو ته غړی توب ورکوو))

یاده دې وی چې د پاکستان په قامی کرکټ لوبډله کې وتلی لوبغاړی شاهد آپریدۍ،عمر ګل او ټیسټ کرکټر ریاض آپریدۍ د خیبر قبایلی سیمې سره تعلق لری، او په دې اکیډیمۍ کې تربیت اخیستونکی لوبغاړی وائې چې دوی هم د یادو وتلو کرکټ لوبغاړو په شان خپل ځانونه جوړول غواړی.
XS
SM
MD
LG